کور / اقتصادي / کندهار ښاروالي د مارکېټونو د تنظيم له پاره مېکانيزم جوړوي

کندهار ښاروالي د مارکېټونو د تنظيم له پاره مېکانيزم جوړوي

 

د کندهار د ښاروالۍ رياست مسؤولين وايي، چي د ښار لپاره د ودانيو نوی ميکانيزم جوړوي چي له مخي به ئې دکندهار ښاريانو عامه روغتيا تأمين سي.

دکندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات نن دوشنبه د مارکېټونو د تنظيم (د مراقبت او تفتيش) مديريت مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه چي د مارکېټونو د تنظيم له پاره پر نوي مېکانيزم کار وکړي.

ښاغلي حيات وويل، داسي مېکانيزم چي د کندهار ښار د ټولو اصنافو، په ځانګړي ډول نانوايي ګانو، حمامونو، سلمانيو، قصابيو او نورو صفائي او کيفيت تضمين سي، تر څو د کندهار ښاريانو عامه روغتيا تأمين سي. ښاروال د مارکېټونو د تنظيم نوي مدير عزيزاحمد او د هغه کاري ټيم ته سپارښتنه وکړه چي په ښاري مارکېټونو کي د توکو د کيفيت کتلو پر مهال له پلورونکو سره ښه چلند وکړي، له هغوی سره تفاهم وکړي او دا ذهنيت ورکړي چي داسي توکي و نه پلوري چي د ښاريانو روغتيا له ګواښ سره مخ کوي. کندهار ښاروال دا هم وويل چي پر پلورونکو بايد اقتصادي بار وا نه چول سي، بلکي تر ممکنه حده له تفاهم څخه کار واخيستل سي.

کندهار ښاروال د کندهار ښار د مارکېټ په ځانګړي ډول قصابيو، حمامونو، نانوايي ګانو او سلمانيو وضعيت د اندېښنې او نه منلو وړ وباله او ويې ويل چي د نوي مېکانيزم له لاري به يې د اساسي اصلاح هڅي وکړي. کندهار ښاروال دا هم وويل چي نوی مېکانيزم به دا هم په ډاګه کړي چي ښاروالي بايد کوم توکي چي کيفيت يې سم نه وي او يا تر وخت تېر وي، ضبط کړي.

په کندهار ښار کي د ودانيزو چارو لپاره د يو روښانه ميکانيزم اړتيا ليدل کېږي، ترڅو ددې ښار ودانۍ د همدغه ميکانيزم له لاري پلان سي او د ښار د ښکلا لپاره مثبت رول ولري.