کور / راپور / ننګرهار: په ښوونځي کي ماين چاودني مرګژوبله اړولې ده

ننګرهار: په ښوونځي کي ماين چاودني مرګژوبله اړولې ده

 

 د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د ښوونځي د ودانۍ ۷ تنو کاريګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ننګرهار ولايت څخه راپورونه وايي، چي ددغه ولايت کوټ ولسوالۍ ميترانو سيمه کي په يوه ښوونځي کي، چې د جوړولو چارې ئې جريان لري، پکي د ماين چاودنه سوې او له امله ئې دوه کاريګر شهيدان سوي او پنځه نور ژوبل دي.

د پېښې دوه ټپيان د ولسوالۍ او درې نور جلال اباد حوزوي روغتون ته ليږدول سوي.

د ننګرهار چارواکي وايي، چي د رغوني چارو څخه په استفاده مخکي له مخکي په ښوونځي کي ماين ځای پرځای سوی وو.