کور / د ډيورنډ کرښه / کونړ: پر ډيورنډ فرضي کرښه بيا جګړه نښتې ده

کونړ: پر ډيورنډ فرضي کرښه بيا جګړه نښتې ده

 

د کونړ په ناړۍ ولسوالي کي د ډيورنډ پر فرضي کرښه بيا د افغان ځواکونو او پاکستاني مليشه ترمنځ جګړه نښتې ده.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن دوشنبه وويل، دغه نښته چې یو ساعت یې دوام درلود تر دا مهاله ورڅخه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل سوی.

بلخوا د کونړ په ولایتي شورا کې د ناړۍ د خلکو استازي ملک شېر زمین  وايي، چي نن سهار ۹ بجې نښته پيل سوې، او هم اوس روانه ده.

هغه وویل، چي د سیمې اوسېدونکي د افغان سرتېرو د ملاتړ په هدف د نښتي سیمي ته تللي دي، خو په وسله وال فعالیت ئې تر دامهاله ګډون نه دی کړی.

تېره ورځ په کونړ کي د ډيورنډ فرضي کرښي پر صفري نقطه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه ونښتل چي پکي پاکستاني لوري ته د سر او مال دروند زيان واوښتی.

د کونړ د ولايتي شورا غړي وايي، چي پاکستاني ملېشو د کونړ په ناړۍ ولسوالي کي پر عامو افغانانو توغندي و توغول چي پکي يوه مېرمن شهيده او دوه ماشومان ژوبل سوه. همداراز پاکستاني لوري غوښتل چي د فرضي کرښي دې خوا ته تاسيسات جوړ کړي چي د افغان ځواکونو او اولسي وګړو لخوا ئې ممانعت وسو او جګړه پيل سوه.

د راپورونو له مخي په دغه جګړه کي د پاکستاني ملېشو ګڼ کسان وژل سوي او ډېر نور ژوبل دي. همداراز افغان ځواکونو د پاکستاني مليشوڅخه دوې پوستې نيولي او يو ډاټسن موټر هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.

پاکستاني ملېشې د ډيورنډ د فرضي کرښي څخه په شا کړل سوي دي. او اوس جګړه ارامه ده.