کور / سياسي / ابوبکرالبغدادی ووژل شو؟؟؟؟

ابوبکرالبغدادی ووژل شو؟؟؟؟

 

 ليکنه: انيس الرحمن

اوس هم يوه پاتې پوښتنه ده لکه د اسامه بن لادن..
د اسامه به لادن وژل کيدل هم د امريکا ولسمشر اعلان کړي و او د ابوبکر البغدادی هم..
امريکا القاعده او داعش د نړۍ په خطرناکو ترهګرو ډله په لسټ کې اچولي خو دا تضمين به اوس څوک ورکوي چې داسي کومه بله ډله به نه جوړيږي؟
په۲۷اکتوبر د امريکا ولسمشر ډونالډټرمپ وويل چې ابوبکرالبغدادی په سوريه کې د امريکايي ځواکونو په بريد کې ووژل شو.ټرمپ زياته کړه چې البغدادی د نړۍ تر ټولو خطرناک ترهګر و.
د ابوبکر البغدادی د وژولو نه وروسته د داعش وجود ته لوۍ ننګونې وزيږيدلي. د دولت اسلاميه شتون د عراق او شام نه پاک شو خو اوس د خپل ځان ساتلو لپاره مبارزه کوي.
د داعش زياتره قومندانان په عراق کې د القاعدي د الزرقاوي ډلي څخه و خو ځيني په کې د النصراء ډلي څخه هم و. داعش په عراق او سوريه کې پراخه ځمکه د خپل واک لاندې راوستي وه چې وروسته د عراق فوځ سره په جګړه کې ماته شوه او د واک سيمي تري ازادي کړي شوي.د داعش ډله د عراق موصل او د سوريي باغوز ولايتونو پوري محدودي کړي شوي او د جنګ په ډګر کې ناکامي شوي. همدا موصل ښار و چې ابوبکر البغدادی په اول ځل په يو جومات کې راڅرګند شو او هماغه وخت يې د داعش ډلي د فعاليتونو اعلان وکړ.
په افغانستان يې اغېزه….
په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د داعش ډله راښکاره شوه او خپل فعاليتونه يې د کنړ او د ننګرهار ولايتونو څخه پيل کړل چې مشري يې د حافظ سعيد په نوم يو پاکستاني نژاد په غاړه وه. اوس هم ويل کېږي چې دي ډله کې د مرکزي آسيا هېوادونو غړو سربيره عربان ، افريقايان ، پاکستانيان او افغانان په کې شته او يو شمېر چينايان هم شته…
افغانستان کې د داعش ډلي ډېر پرمختګ نه دي کړي او نه هم ډېر پياوړي شوي. خو مهمه دا ده که په افغانستان کې د داعش ډله په بشپړه توګه ختمول غواړي نو د طالبانو سره سولې ته رسيدل مهم دي چې ټول تمرکز په داعش ډله اوسي..


خو يو تشويش دا هم شته چې د طالبانو سره د سولې وروسته ډېري طالبان به د داعش ډلي سره يو ځاي شي چې دا خپله طالبانو ته يو سردرد جوړولي شي نو پکار دا ده چې طالبانو سره د سولې خبرو په برخه کې ټول اړخونه وسنجول شي.که د داعش خطر جدي ونه نيول شي نو د القاعدی غوندي سر راپورته کولي شي چې دا به بيا نړۍ ته يو بل سر درد وي.
ابوبکر البغدادی د سوريي په شمال کې د ادليب ولايت کې ووژل شو خو مخکې هم څو څو ځله د وژلو ادعاوې شوي وي نو ځکه اوس هم د ابوبکر البغدادی وژل يوه پوښتنه ده لکه د اسامه بن لادن…!