کور / د ډيورنډ کرښه / پر ډيورنډ فرضي کرښه جګړه کي ګڼ پاکستاني ملېشه هلاک سوي دي

پر ډيورنډ فرضي کرښه جګړه کي ګڼ پاکستاني ملېشه هلاک سوي دي

 

تېره ورځ په کونړ کي د ډيورنډ فرضي کرښي پر صفري نقطه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه ونښتل چي پکي پاکستاني لوري ته د سر او مال دروند زيان واوښتی.

د کونړ د ولايتي شورا غړي وايي، چي پاکستاني ملېشو د کونړ په ناړۍ ولسوالي کي پر عامو افغانانو توغندي و توغول چي پکي يوه مېرمن شهيده او دوه ماشومان ژوبل سوه. همداراز پاکستاني لوري غوښتل چي د فرضي کرښي دې خوا ته تاسيسات جوړ کړي چي د افغان ځواکونو او اولسي وګړو لخوا ئې ممانعت وسو او جګړه پيل سوه.

د راپورونو له مخي په دغه جګړه کي د پاکستاني ملېشو ګڼ کسان وژل سوي او ډېر نور ژوبل دي. همداراز افغان ځواکونو د پاکستاني مليشوڅخه دوې پوستې نيولي او يو ډاټسن موټر هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.

پاکستاني ملېشې د ډيورنډ د فرضي کرښي څخه په شا کړل سوي دي. او اوس جګړه ارامه ده.