کور / علمي / تور بنګړی او تر شا يې ولاړ هنر 

تور بنګړی او تر شا يې ولاړ هنر 

ليکنه:نورالله غازي

ښاغلي اجمل پسرلي چې کله له فيسبوک څخه د توربنګړي د چاپ خبر خپور کړ، زړه مې ورسره وغوړید، دا زيری راته ډېر په زړه پورې و. ښاغلی پسرلی د کيسې استاد ليکوال دی، له کيسو يې د کيسې ټول تخنيکونه او ظرافتونه زده کيدای شي. ما يې څو کاله وړاندې اوبو وړی ناول لوستی و، ډېر ښه ليکل شوی و او د ګلدين کريکټر مې اوس هم له ياده نه دی وتلی. نو د دې ناول لوستو ته مې هم ليونۍ تنده وه، لنډه دا چې له چاپ وروسته مې کتاب ژر تر لاسه کړ او په لوستو مې پيل وکړ.  د تور بنګړي نوم  په زړه ښه ولګيد، خو زموږ د اکثرو ناولونو غوندې يې نوم او پر پوښتۍ عکس سمون نه سره خوړ، ما ته دې نوم دا تلوسه راواچوله چې بايد کتاب ولولم او بيا د نوم پر معنا پوه شم. ښاغلي پسرلي په سريزه کې کښلي چې دا ناول مې په څوارلسو کالونو کې بشپړ کړی دی، له دې نه هم معلومېږي چې ليکوال  په دې اثر څومره خواري کړې ده. ما په دې ناول کې دومره يادښتونه اخيستي، که ټول يې راواخلم، نو تر دې ناول به غټ کتاب پرې ولکل شي. ليکوال د توربنګړي تر شا داسې يو هنر درولی دی چې د چا خبره تشه ننداره يې خوند کوي. د دې ناول په هره برخه: موضوع، کريکټرایزيشن، پلاټ، ژبه، پيغام… باندې يو يو کتاب ليکل کيدای شي، خو زه د دې هنري اثر يوازې هغه احساس درسره شريکوم چې ما ته يې په اوله ننداره راليږدلی دی.

د توربنګړي کيسه د يوې افغانې کورنۍ کيسه ده چې د پېښور د کچه ګړۍ له هدېرې پيل کېږي او په هغه کنډواله کابل کې پای ته رسېږي چې د طالبانو امارت پرې حاکم دی.

ناول ډېر په هنر ليکل شوی دی، کريکټرونه ډېر په دقت انځور شوي دي، د کريکټرونو هر اړخ ته پکې پام شوی وی، د کريکټرونو له صورت نه سيرت ته پکې ډېر دقت شوی دی او مکالمې يې دومره په زړه پورې او په هنر ليکل شوي دي چې په کلمو کې يې د کريکټرونو روحيات هم ځای شوي دي. په ټول ۱۸۶ مخيز ناول کې يوه کلمه او مکالمه داسې نه شی پيدا کولی چې اضافي او بې ځايه دې وبرېښي.

ښاغلی اجمل پسرلی د کيسه ليکنې تر څنګ په شعرپوهنه کې هم لوی لاس لري، همدا شعر پوهنه هم د دې لامل شوې چې د تور بنګړي هنري ارزښت لا ورسره زيات شي.

د مومن مور کابل ته له کوچ کولو وړاندې هدېرې ته ځي، د خپل ځوانيمرګ شهيد زوی د ګور اخري ديدن کوي، ليکوال دا غمجنه او دردوونکې صحنه دومره په هنر انځور کړې ده چې د لوستونکي ټول حواس ورسره راوېښېږي:

«… د ګور پر جنډه  يې مخ کېښود، د جنډې پر سر شنه ټوټه رپ رپ باد ته ورپيده، دې سترګې ورپورته کړې بيا ورو ورو روانه شوه…»

په دې صحنه کې ليکوال لوی کمال کوي، سترګو ته مو د ځوانيمرګ شهيد دنګه ځواني دروي، د (رپ رپ) په حسي کلمه د جنډې د رپا تر څنګ د بورې مور د زړا درزا هم درباندې اوري.

د ناول اصلي کريکټر مومن چې نوی زلمی دی او اوس يې شونډه شنه شوې ده، ليکوال يې اورنی رواني اړخ هم راته ښيي. مومن په لومړي ځل د ګاونډي پاچا صيب لور د پردې تر شا ګوري، ليکوال د نجلۍ مخ او نور شکل نه راښيي، هغه بايد ته په خپله په خیال کې جوړ کړې، دی ليکي: « د هغوی پر وره د ګونۍ راځوړند پرده خوځيده شا ته يې په سره کميس کې څوک ښکاريدل….په غولې کې يې پر يوې نجلۍ سترګې ولګيدې چې د ده خوا ته يې کتل، کميس يې همهغسې سور و چې نن سهار د دروازې دزړې ګونۍ شا ته ځليده.» د همدې  لومړني څپرکي په اخير کې بيا ليکي: « لږ وړاندې په تياره غوندې کوټه کې په هغې سور کميسي د مومن سترګې بيا ولګيدې».

ليکوال د نجلۍ نوره بڼه نه ښيي، يوازې سور رنګ دې سترګو ته دروي، سور رنګ د ارواپوهنې له نظره د مستۍ، ځوانۍ او د مينې نښه ده، يو زلمی ژر ورکاږي، له ذهن نه په اسانه نه وځي، ليکوال غواړي دا وښيي چې په داسې وخت کې يو زلمی څومره حساس وي د يو چا سور لباس يې هم راپارولی شي. همدا ډول په کابل کې يوه ماشومه شين سترګې نلجۍ له غمبورې نيسي او يو ځل په جومات کې لمونځ په جنابت کې کوي….

سورکميسې (فاطمه) په دې ژاړي چې مومن (خاوند يې) پېښور ته نه ورسره بيايي چې د بې اولادۍ علاج وکړي، تر څو بنه پرې رانشي، خو خواښې يې بيا وايي چې بايد زه پېښور ته لاړه شم چې هلته مې ځوان زوی تر خاورو لاندې دی، په همدې حالت کې يو غږ اوريدل کېږي:(« کاسه  شکسته، پیاله شکسته دارن بیارن جور میکنم، کاسه شکسته، پياله شکسته….» له کوڅې نه دغه  غږ د روزې خان د تسبیح د دانو تيريدو ماتاوه…)

دلته چې د ټولو زړونو زربه ليدلې ده، دا غږ دا پيغام ليږدوي چې زړونه هم د ماتو لوښو په شان دي که وغواړی جوړيدای هم شي.

کله چې فاطمه اغا صيب ته بيا ورځي او د اولاد په نس کيدو لياره مجبوريږي چې جنسي اړيکه ورسره ونيسي، له هغې وړاندې ليکوال د هغې رواني حالت په داسې هنر انځوروي:

« د اسمايي پر غره توره وريځ راټيټه شوې وه، ورو ورو باران وريده. فاطمه ورسۍ ته دريدلې وه، د باران له څاڅکو سره د تږې خاورې راپورته شوي بوی ته يې سپږمې کش کړې. په کوڅه کې يو کوچنی چاغ هلک لوڅ لپړ ولاړ و، نور څوک نه ښکاريدل ښکته په يو کور کې يوه نجلۍ او يو هلک ښکاريدل چې سره خواله کوي. مومن يې سترګو ته ودريد، له ځان سره يې وويل: ما ته خو يې دا هم ونه ويل چې څو شپې کوي… مرور و،…».

د تږو خاورو بوی د ښځې جنسي تنده ښيي، د کوچني چاغ لغړ هلک په ليدو يې اغا صيب سترګو ته دريدلی دی او د نجلۍ اوهلک خبرو خپل خاوند مومن ور په ياد کړی دی.

ليکوال پر کريکټرونو ډېر کار کړی دی، د کريکټرونو رواني حالت يې په مکالمو کې ځای کړی دی. د روزي خان د مکالمې لهجه نرمه ده، نرمه ځکه ده چې تر شا يې يو مجبوريت هم پروت دی، پاچا يې زوی (مومن) د خپل باجه په مرسته په ماين پاکۍ موسيسه کې ورته داخل کړی دی، سل ډالره معاش ورکوي، که له پاچا او يا هم د پاچا له لور (د مومن ميرمن) سره څه ووايي، زوی به يې له دندې وشړل شي. د روزې خان ښځې چې پاچا او فاطمه يې له اوله نه خوښېدل، اوس چې فاطمه شنډه ده، نوره يې هم بدې راځي. تاسې يې دا لاندې مکالمه ولولئ:

فاطمې خپلې خواښې ته لاس ونيو:

ـ  دغه دغه زما د پلار ميراث خور ته خوشې خوشې شيطاني کوي

خواښې يې په غرېو نيولې لهجه وويل:

ـ وی دا تيرتيکه ژبه دې ودېږه، غلې شه کوڅه دې راوغږوله

ـ (نور نه غلې کېږمه) سوړتک يې شو ( يوکال غلې کيناستم)

خسر يې وويل:

ـ څه وايې څه وکړو؟

ـ زه هم پېښور ته ځم ناروغه يم هغه بل ځلې هم نه لاړم

ـ ښه ته مه ژاړه زه دې پېښور ته ليږم

د روزې خان ميرمنې خپل سر ته لاس ونېو:

ـ دغه هم په غوږ کې ورکړه نوره يې هم په سر راکښینوه.

روزې خان په هغه وخت کې هم تيزه خبره نه کوي چې اينګور يې د تعويذګر (اغاصاحب) سره  د طالبانو له خوا په جنسي رابطه ونيول شي. هلته هم مړه پوښتنه کوي: (څنګه به شي؟؟؟)

همدارنګه روزي خان دوی په کور کې تنګ وي، که په ايران  کې مسافر زوی يې راشي، کوټه نه ورته لري، نو غواړي چې له دې ځايه کډه وکړي، خو مومن چې دلته د پاچا پر لور مين دی، وايي: «ابا امنيت ډېر مهم دی که خلک خبر شي چې زه په موسسه کې کار کوم، ډارېږم چې د خوشال مينې ټوکه راونه شي».

په تور بنګړي کې ليکوال يو بل ډېر مهم کريکټر لوبولی دی چې عبدالباقي نومېږي، عبدالباقي يو پاک نفسه او روڼ اندی سړی دی، دی دين ته د نورو خلاف له نوې زاويې ګوري، خو د ده خبرې يې پر اکثرو ملګرو ښې نه لګېږي، دی بې عقېدې ګڼي. ريیس ورته وايي:

ـ که دغه بحث څوک علني وکړي ملايان يې په کفر نيسي

عبدالباقي يوه مړۍ خولې ته کړه، بيا يې وويل:

ـ تر هغو چې د نظر د تبادلې مخه نيول کيږي ټولنه په پښو نه شي دريدای او اصلاح نه شي راتلی…

بل ځای وايي: (… که مسلمانان غواړي چې خپله ټولنه له اوسنۍ زمانې سره سمه کړي بايد ټولو مذاهبو ته مخه کړي او مثبت شيان يې راواخلي ).

(زموږ مشکل همدا دی خدای پاک په قران کريم کې څو ځايه فرمايلي دي، افلا تفکرون، افلا تعقلون، افلا تدبرون… له دې يوه هم استفاده نه کوو…. په دنيوي چارو کې عقل کار کوي، ماوراءالطبیعت شيانو کې که عقل عاجز شو نه به يې ستړی کوو…)

(د دين په نوم چې ته بل څوک وژنې څرنګه ځانته جواز ورکوې، څرنګه دا حق ورکوې چې زه تر تا په دين ښه پوهېږم دين خو په زړه يا ذهن کې وي ته د بل له دينه څه خبرېږې)….

د عبدالباقي ټول بحث خوندور او په عقلي او علمي دلايلو ولاړ بحث دی، د لوستونکې په مغز کې د شک او ژور فکر قوه راپاروي. خو له بده مرغه چې عبدالباقي د خپلو ملګرو له خوا په ماين الوزول کېږي چې يوه پښه او يو لاس يې له منځه ځي.

 د ناول کيسه د طالبانو د وخت دی، خو ليکوال پکې داسې مهم مسائل هم ځای کړي چې موږ نن هم ورسره مخ يو او بايد فکر پرې وکړل شي.

په توربنګړي کې د امارت سياسي انځور هم په خورا هنر راخيستل شوی دی: (کله چې روزې خان موټروان ته کلدارې ورکولې د کوڅې کوچنيانو خيرات ته لاسونه اوږده کړل. ده دوو دريو ته د افغانۍ سلګون ونيو هغوی کلدارې غوښتې،…)

(…واسکټ يې د وره شاته ځوړند و، ژر ژر يې د هغه جيبونه وپلټل، په جګ غږ يې وويل: شکر حلال مال نه ورکېږي، کلدارې پکې پاتې دي).

همدا ډول د خپلوانو وادونو ته له پېښوره ځکه څوک نشوای راتللی چې د سړيو ږيري يې لنډې وې. خواري غريبي اوج ته رسيدلي وي، خو د امر بالمعرف له پايکپو يوازې د لمانځه د وخت اعلانونه خپرېږي. په وادونو کې ښځې په لوړ غږ سندرې نشي بللی. که د مومن زړه مور هم له کوره وځي بايد چادري په سر کړي….

په ټکسي کې مومين ناست دی، ږيره يې لنډه کړې ده، ټکسيوان يې له طالبه داسې تيروي چې هم به دې وخندوي او هم به دې فکر يوسي:« طالب پرته له دې چې څه ووايي د ټول بکس خوا ته تېر شو هغه يې وليد او غږ يې کړل:

ـ ځه له خېره.

چلوونکې موټر ګېر ته واچاوه، د عقب نما ايينې د تش چوګاټ پر سر يې په راځوړند چهار قل ګوتې ووهلې، هغه يې ښکل کړ او له شیشې سره يې پورته په پوشونو کې پر نغښتي ايښي کتاب لاس وتپاوه، خپل لاس يې په سترګو تېر کړ:

ـ از برکت اي وظیفات شريف است اګه کسي ریشه چپه تراش بزنه باز هم چشم طالب سرش کور میشه.

طالب چې د پيغبر سنت پر ځای کولو لپاره د خلکو لنډې ږيرې ګوري، خو ټکسيوان د خدای پر کتاب او ايات ترې ځان ساتي.

لکه مخکې مو چې يادونه وکړه، په تور بنګړي کې هيڅ مکالمه، کلمه او د کريکټرونو هيڅ عمل داسې نشي موندل کيدای چې اضافي او بې ځايه دې راغلی وي، بې ځايه خو څه چې هر عمل يې لکه د خښتې په شان دی چې څو مخونه لري. که يو کريکټر تسپې هم اړوي، که لمپه مړ کوي، همدا راز که هر عمل تر سره کوي، د ښکاره معنا تر څنګ بله معنا هم لري.

په دې ناول کې چې يو څه ته زما پام شو هغه دا و چې د موسمونو په اړه مې پکې ښکاره تصوير و نه ليد، څو ځايه ويل شوي چې ژمی رانږدې دی، خو ژمی پکې نه راځي، نه د روزې خان په کور کې صندلي او بخاري ايښودل کېږي او نه هم واوره او يخني ښکاري. که څه هم په اخېر کې د اغاصاحب په کور کې صندلي شته، خو دا نه معلومېږي چې صندلي يې له يخنۍ ايښې او که له مستۍ؛ ځکه له هغې وړانې ښودل کېږې چې د اسمايي پر غرونو وريځه راټېټېږي او باران اوري، چې دا انځور د پسرلي ښکاري.

د مومن په هکله لولو: «… مومن خو نوي فصده انګليسي پوهېږي شپه ورځ دی دی کتاب دی…»

په يو بل ځای کې مومن ته عبدالباقي وايي:  «… رییس صاحب ستا په برخه کې راته ويلي و چې د مطالعې خاوند يې…»

خو ليکوال په يو ځای کې هم د مومن په لاس کتاب نه دی ورکړی، څوک چې شپه ورځ کتاب لولي، بايد يوه ورځ خو کتاب په لاس ښکاره شي.

بله څه چې بايد يادونه يې وشي، هغه دا ده چې کتاب له چاپ وړاندې په دقت نه دی کتل شوی، درې ځلې نومونه پکې غلط شوي دي. په ۴۹ مخ کې د روزي خان د ميرمنې پر ځای د پاچا ميرمن راغلې، په ۷۵ مخ کې د ليلا پر ځای د فاطمې نوم راغلی او په ۱۷۲ مخ کې د فاطمې پر ځای د ليلا نوم راغلی دی. بايد په دوهم چاپ کې ورته پام وشي.

که څوک غواړې د کيسې پر ټولو تخنيکونو پوه شي، نو توربنګړی دې په ژوره توګه مطالعه کړي، د کيسې کوم ظرافتونه او تخنيکونه چې په توربنګړي کې په عملي توګه راغلي دي، په ډاډ ويلی شم، چې د کيسه ليکنې په لسګونو تيوريکي کتابونو کې نشي موندل کيدای.

کله چې مومن له کډې کولو وروسته بيا پېښور ته لاړ شي، د پاچا کور ته ودرېږي، هغه کور ته چې دی پکې په سورکميسې نجلۍ فاطمې مين شوی وي، هلته د مات بنګړي يې ټوټه ګوري، له هغې سره يې فاطمه په يادېږي: «په خاورو کې د يوه بنګړي تيګړی پروت و، راپورته يې کړ: (د هغې بنګړي خوښېږي) لاس يې په خاوره سپيره شو، د بنګړي ماته ټوټه يې د پاچا دوی د کور لور ته واچوله،هغه لنډ ولويد. ممکن ليکوال د توربنګړي نوم له همدې ځايه راخيستی وي، دا چې بنګړی تور ولې دی، په اخېر کې د مومن له مينې زړه تورېږي او اخېر يې مينه د اغا پر لاسونو تورېږي.