کور / راپور / حمدالله محب: طالبان د پاکستان د رضایت پرته سوله نه کوي

حمدالله محب: طالبان د پاکستان د رضایت پرته سوله نه کوي

 

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي، چي طالبان بايد د خبرو اترو لپاره يوه مياشت اوربند ومني، ترڅو مالومه سي چي طالب مشران پر خپلو جنګياليو څومره کنټرول لري.

ښاغلي محب چي نن په يو خبري کنفرانس کي خبري کولې وويل، د پاکستان له رضایت پرته طالبان له افغان حکومت سره سوله نه کوي او که چیرې داسي وسي، نو په روانه جګړه کي به د طالبانو ځای د داعش ډله ونیسي.

هغه وويل: “د امریکا او طالبانو د مذاکراتو په بهیر کي موږ اطلاعات تر لاسه کړل، چي (د دغې ډلې جنګیالي) مشخصاً ملا ذاکر له داعش سره یوځای سوی دی، که دا کار وسي نو په دې معنی ده چي طالب امتیاز اخلي، خو جګړه دوام مومي. زموږ لپاره سوله په دې معنی ده چي په افغانستان کي جګړه پای ته ورسېږي”.

ښاغلي محب د خليلزدا د سفر په هکله وويل، چي نوموړي په کابل کي د طالبانو سره د خبرو اترو په هکله د افغان چارواکو سره نه دی ږغېدلی، بلکي د افغان امريکايي پوهنتون د دوو تښتول سويو ښوونکو په هکله يې خبري وکړې.

نوموړي وویل، چي خليلزاد اسلام اباد ته هم د دغه دوو استادانو په هکله د خبرو اترو لپاره تللی دی.

هغه زیاته کړه: “لومړی بحث دا وو، چي موږ پوه سو آیا دا دوه استادان لا هم ژوندي دي او که نه… هدف دا وو چي هغه (خلیلزاد) د همکاریو غوښتنه وکړه او موږ همکارۍ ته حاضر یو”.

ښاغلي محب د انس حقاني په بدل کي د دغو دوو استادانو د خوشې کولو په اړه راپورونه رد کړل او وې ویل، چي تر اوسه په دې تړاو بحثونه نه دي سوي.