کور / راپور / د جميعت علماء اسلام (ف) يو مشر د ژورو ټپونو له امله مړ سوی دی

د جميعت علماء اسلام (ف) يو مشر د ژورو ټپونو له امله مړ سوی دی

 

په باجوړ کي د جميعت علماء اسلام (ف) يو ځايي مشر مفتي سلطان محمد د ژورو ټپونو له امله په روغتون کي مړ سوی دی.

پر مفتي سلطان محمد دوې ورځي مخکي په قبايلي سيمه باجوړ کي وسلوالو ډزي وکړې، خو هغه په دې پېښه کي ژوبل سو. د راپورونو له مخي د هغه پر وجود زخمونه ژور وه چي تېره شپه د پېښور په يو روغتون کي  مړ سو.

بل خوا د جميعت علماء اسلام (ف) په مشرۍ په اسلام اباد کي د (ازادۍ مارچ) په نوم د حکومت ضد ستر لاريونونه روان دي.

په ورته مهال په اسلام اباد کي پوليسو ددغه ګوند يو مخکښ مفتي شاکر نيولی دی.