کور / اقتصادي / د پاکستان په ټولو ښارونو کي سوداګرو د حکومت پاليسۍ پرضد کاربنديز پيل کړی دی

د پاکستان په ټولو ښارونو کي سوداګرو د حکومت پاليسۍ پرضد کاربنديز پيل کړی دی

 

د پاکستان په ټولو سترو ښارونو کي نن سوداګرو د حکومت د پاليسيو ضد کاربنديز اعلان کړی دی او په ټولو ښارونو کي احتجاجونه روان دي.

د پاکستان د سوداګرو اتحاديه وايي، چي د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت د اقتصادي پاليسيو پرضد دوی احتجاجونه پيل کړي دي او غواړي چي دې پاليسيو ته دي له سره کتنه وسي.

د پېښور د سوداګرو د اتحاديې مشر مجيب الرحمان وايي “حکومت چي د نړيوالي مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د عايداتي ټيکس کومه پاليسي جوړه کړې ده،  هغه دوی ردوي او دوی ته قابل قبول نه ده، ځکه دا اقتصادي وژنه ده “.

ددې پاليسۍ له مخي، هرڅوک چې  د ۵۰ زره روپو سودا وکړي له هغه څخه به شناخته کارډ اخيستل کېږي .

مجيب الرحمن وايي، چي  په پېښور کي د يوې زنانه لپاره څنګه ممکنه ده چي شناخته کارډ ورکړي.

د سوداګرو اتحاديې د نن او سبا چهارشنبې لپاره په ټول هيواد کي کاربنديز اعلان کړی دی او په ورته مهال ئې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د (ازادۍ مارچ) ملاتړ هم کړی دی.

د اکتوبرپر ۳۱ نېټه په اسلام اباد کي د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د اپوزيسون ګوندونه د (ازادۍ مارچ ) پيلوي چي موخه يې د تحريک انصاف په مشرۍ د موجوده حکومت ړنګول او د عمران خان استعفا ته مجبوره کول دي.