کور / نوميالي / مولوي عبدالله په قامي لښکرکې هڅې

مولوي عبدالله په قامي لښکرکې هڅې

ليکوال:   بشرمل ناصر

دپښتونخوا په هسکوغرونوکې پښتانه ژوندکوي دخپل ژوند وخوږلت ته يې خلک نه پرېږدي چې دنړۍ دنورو خلکوپه څېر يې تېرکړي د ژوند ټولې ښکلاګانې يې ځينې اخيستې دي له پير روښانه واخله ترنن ورځي پوري لا دژوند له ستړيو کړاونوسره لاس او ګرېوان دي دپښتانه قام تحريک کې دديني علماء رول ځانګړى مقام لري چې دخلکو په ذهن ګټوره اغېزه کوي چې کله دخپلواکۍ چيغه غازي امان الله خان راپورته کړه دهغه ديني علماء يې ملګري شو ـ او نورو قهرمانانو يې ملاتړ وکړ دخپلواکۍ جګړه کې دوزيرستان ، کندر ، ګوملي او د ږوب ولسونوبرخه اخيستې ده ـ له دغو مشرانو او دافغانستان حکومت دومره پوځي وسايل نه لرل چې دفرنګي او کورګه دسترپوځ په وړاندي وجنګېږي د دوو اونيو په جګړه کې فرنګيانو دذکرشوو سيمو تقريبا دووه زره پښتانه شهيدان کړل دافغانستان دخپلواکۍ په جګړه کې د کندر ، وزيرستان ، ږوب او ګوملي قهرمانانو مشرانو او ننګياليو د غازي امان الله خان په خوا کې نه واى درېدلي دفرنګي پوځونه به ترکابل پوري رسېدلي واى ـ په قامي تحريک کې دعلماء ګډون اغيزمنه ده دلغمان ولايت اوسېدونکى و ـ سيد نوراخندزاده چې دلغمان ملا په نوم مشهوره و دخپلواکۍ په کاروان کې ورسره و ـ داسي ډېرو علماء دي چې دهريوه نوم ليکل به ستونزمن شي لکه تاريخ پوه او تکړه ليکوال مولوي رحمت الله مندوخېل چې دخان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي دګوند ملګرى و او مولوي سلطان خروټى چې تراوسه لا په دې ګوندکې ژوند کوي د پښتنو ژغورني غورځنګ ملابهرام د قام له پاره يې زندان تېرکړ ـ اوس دروښنفکره او په قامي تحريک نه ستړى کېدونکى مبارز ، مولوي عبدالله  په ژوند رڼا واچوو ـ
مولوي عبدالله د شيخ الحديث مولوي محمدرسول زوى د ګنډېر لمسى دى په 1954م کال کې دسويلي پښتونخوا دږوب په توره درګه کلي کې زېږدلى دى په  خټه مندوخېل    ايرب زى  دجلال له  کهاله دى  هغه ښوونځى ترپنځم ټولګي پوري په کلي شرک وياله کې ويلى دى او لومړۍ ديني زده کړې يې له پلار څخه کړې دي بيا يې له تاريخ پوه تکړه ليکوال مولوي رحمت الله مندوخېل څخه دووه کاله درسونه وويل او نورو دينې علومو زده کړوپسي لورالاي ته ولاړ د مولوي غلام حيدرناصر په مدرسه کې يې زده کړي پيل کړې ترهغه وخته هلته و چې ترڅوپوري يې زده کړي پاى ته ورسولې په 1988م کال کې يې زده کړي بشپړه کړې د خپل کلي وخواته راستون شو ـ
امامت  =  دکلي وله اکرم بابړنيکه په جومات کې يې وکړ ،
او اوسنى امامت يې په وياله کلي مهتريوسف کې دى چې بې معاشه امامت کوي يوازي دالله په خاطر هلته امام دى او کليوال ټول ځيني خوشحاله دي ـ
سياست = چې عمر يې دريالس کلن و ـ دمحمدجان مندوخېل چې ټول خلکوپه محمدجان لالا پېژندئ دهغه له شخصيت او سياست څخه متاثره شو او دپښتونخوا ګوندمينه وال شو ـ هغه وخت حالات ډېر کړکېچن و ـ چې څوک به دپښتونخوا په ګوند کې و دکفر فتوا ورباندې لګېده ـ مولوي عبدالله دوخت په تېرېدو سره په پښتونخوا ګوند پښتنې جذبه نوره هم زياته شوه او عمريې پوخ شو ـ کله چې به يې دپښتو دناولونو کتاب لوستى دکلي به لري ولاړ په يوه خوړه کې به دکمره لاندې کښېنتئ دبنګ مسافري ، سنګسار ناول به يې کتلاى او خوند به يې باندې اخيست ، يو وخت په مولوي عبدالله باندې د عمادالدين چې يوحکيم هم و او يو څونورو علماوو له خوا فتوا په ليکلې بڼه وشوه چې پښتونخوا ګوند کې يې کافر يې بيا هغه شرع ورسره وکړه خو مولوي عبدالله په کې بريالى شو ـ دوى دمولوي عبدالله عقيده لاپسي قوي کړه چې په قامي تحريک کې  خواري وکړي چې هرکله به جلسه کېده مولوي عبدالله به ګډون په کې کاوه او دغونډې پيل به يې په تلاوت سره کولاى ـ په کلي کې ژوند ورته تريخ کړى و د کليوالو سره يې اړيکي بې خونده وي خو هغه خلک تعليم يافته و ـ دنورو خلکو په نسبت مندوخېل قبيله يوڅه زغم لري دومره جدي نه و لکه دپښتنو نوري قبيلې چې دکفرټاپې يې په جيب کې ګرځولې ـ مولوي عبدالله لاتراوسه پوري په خپل دريځ ولاړ دى ديو چا په لالچ يې دريځ بدل کړى نه دى ـ کليوال شهيد يې نږدې ملګرى و دسياست  په ډګرکې سره همغږي و ـ
اولادونه =  دمولوي عبدالله لومړى مېرمن د کلاسيف الله د کاکړ قبيلې جلال زيو څخه وه او هغه چې کله مړه شوه بيا يې په خپل کهاله کې د ارواښاد مجک اکا لور سره واده وکړ ، چې اته يې نارينه او پنځه يې ښځينه اولادونه دي ـ په کورکې يې ديني زده کړي کړې دي او زامن يې په خواري بوخت دي وخپل کورته دماښام ګوله راوړي ـ

کورنۍ ستونزو کې راګير وئ =
مولوي عبدالله دمطالعې سره شوق درلود يووخت به له افغانستان څخه ورځپاڼه راتله او هغې ورځپاڼې رنګ څه
سوروالى  درلود او  دغه ورځپاڼه دحجرې طالبانو ورسره ليدلې وه دده پلار شيخ الحديث مولوي محمدرسول صاحب يې خبرکړ چې هغه وخت پلارپه ميرباز وياله دملک خدايداد جومات کې امام و ـ بيا يې ورته وويل چې په رښتياسره ته
رد  شوى  يې  خلکوته يې  وويل چې  زمااجازه  ده  که  هرچامړکړ او  بيا دمولوي عبدالله يونږدې ملګري ازميرخان پلارمرجان کاکا ورغى چې ته داڅه کوې هغه ورته وويل چې
دى  به  له  کوره  ځي  له هغه ورسته مولوي عبدالله دکراچۍ په لورحرکت وکړ او هغه وخت دعبدل خان لالا کورپه کراچۍ کې و بيايې له هغوسره شپې کولې دژوندله ستوتزوسره مخامخ شو دقام اووطن له پاره يې قرباني ورکړې ده
ـ   شعر اوشاعري ـ
مولوي عبدالله له شعراوشاعري سره مينه لري په ژوندکې يې درې شعرونه ليکلي دي خو وماته لاس ته نه دي راغلي زه به هڅه وکړم چې ترلاسه يې کړم ـ دمولوي عبدالله قامي مبارزه دستايلوده او دارنګه په قام مين تکړه او پولادي عزم لرونکي  کسان دي ډېرشي د ښکلي ژوند دعا ورته کوو ـ

ماخذونه:

*  ټول افغان کال 2016د ډاکټر ځيرکيار.
رحمت ربي ليکنه.
*  ګل اخندازه ليکنه.
*  نصيب الله مندوخېل څخه معلومات.
*  قطب خان افاقي څخه چې دهغه د خولې خبرې وې.
*  عبدل خان لالا څخه مې يوڅه معلومات ترلاسه. کړل چې دوياله کلي اوسېدونکى دى