کور / د ډيورنډ کرښه / کونړ ولسي وګړي: د خپلي خاوري د دفاع لپاره د افغان ځواکونو سره اوږه پر اوږه ولاړ يو

کونړ ولسي وګړي: د خپلي خاوري د دفاع لپاره د افغان ځواکونو سره اوږه پر اوږه ولاړ يو

 

په ولسي جرګه کي د کونړ استازو د افغان ځواکونو ستاينه کړې ده اود پاکستاني مليشو سره د جګړې لپاره ئې افغان ځواکونو ته د ولسي ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

په ولسي جرګه کي د کونړ د خلکو استازی جاويد ساپي چي د جګړې په لومړۍ کرښه کي له قومندان سره په اړيکه کي وو، افغان ځواکونو ته وايي، تاسي زموږ وياړ ياست ، د هېواد ساتونکي ياست، پاکستان ته په کلکه ځواب ورکړئ او که اړتيا پېښه سوه نو دی به خپله هم لومړۍ کرښې ته درځي.

دوې ورځي وړاندي د کونړ په ناړۍ ولسوالي کي د ډيورنډ فرضي کرښي پر صفري نقطه د افغان ځواکونو او پاکستاني مليشه وو ترمنځ نښته رامنځ ته سوه. په دغه نښته کي ګڼ پاکستاني مليشه هلاک سول او د افغان ځواکونو لاس ته ډېره وسله او مهمات په لاس ورغلل.

د کونړ ولسي خلګ هم د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د جګړې سيمي ته رسېدلي دي، خو لا تراوسه ئې په جګړه ايز فعاليت کي برخه نه ده اخيستې.

د ناړۍ ولسوالۍ او ورڅېرمه سيمو ولسي وګړو ويلي، چي د خپلي خاوري د دفاع لپاره د افغان ځواکونو سره اوږه پر اوږه ولاړ دي .