کور / راپور / بلاول بوټو: عمران خان يو نا اهله سړی دی، ډېر ژر به استعفا ورکړي

بلاول بوټو: عمران خان يو نا اهله سړی دی، ډېر ژر به استعفا ورکړي

 

د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو وايي، چي د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت به ډېر ژر ونړېږي او عمران خان به ژرترژره استعفا ورکړي.

نوموړي چي تېره ورځ په اسلام اباد کي د خپل پلار  اصف علي زرداري پوښتني ته ورغلی وو وويل، چي عمران خان يو نا اهله سړی دی او د اپوزيسون د ږغ خاموشه کولو لپاره بېځايه مقدمې درجوي.

نوموړي وويل، چي د پاکستان داوسني خراب وضعيت او د خلګو د ناراضيت تر شا عمران خان دی او ترڅو چي ده استعفا نه وي ورکړې، د ملک حالت  به سم نه سي.

هغه وويل: “خلګو ته جمهوري ازداي نه ورکول کېږي، اقتصاد خراب دی، ملک پر مخ نه ځي، حکومت په ټپه ولاړ دی، د دې هر څه وجه يو نالايقه او نا اهل ضدي سړی دی چي عمران خان نومېږي. دی به ډېر ژر استعفا ورکړي او ان شاالله د پاکستان راتلونکی به روښانه سي”.

بلاول بوټو د جميعت علماء اسلام (ف) په مشرۍ د ازادۍ مارچ ملاتړ هم وکړ او وئې ويل چي د اکتوبر پر۳۱ نېټه به په دغه لاريون کي ګډون کوي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د حکومت پر ضد د (ازادۍ مارچ ) په نوم يو ستر لاريون پيل سوی او د اکتوبر پر ۳۱ نېټه به په پلازمېنه اسلام اباد کي د اپوزيسون د نورو ګوندونو سره په ګډه راغونډېږي او د موجوده حکومت د له منځه وړلو ږغ به پورته کوي.