کور / راپور / خليلزاد د پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د اسلام اباد پر لور خوځېدلی دی

خليلزاد د پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د اسلام اباد پر لور خوځېدلی دی

 

د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو استازی زلمی خليلزاد تېره شپه له کابل څخه د اسلام اباد پر لور خوځېدلی دی.

خليلزاد دوې ورځي وړاندي د طالبانو سره د سولي د خبرو د بياپيلېدو لپاره کابل کي د افغان حکومتي مسؤولينو او سياسي څېرو سره وکتل.

نوموړي په کابل کي د ولسمشر اشرف غني ترڅنګ د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو سياسي مشرانو سره وکتل او د افغان سولي په تړاو ئې ورسره خبري وکړې.

زلمي خليلزاد پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چي د روسي او چینايي چارواکو سره یې په مسکو کي د خبرو اترو څلورم پړاو پاې ته رسولی دی.

څو ورځي وړاندي په مسکو کي د افغان سولي په تړاو د ځينو هيوادو ګډ کنفرانس جوړ سوی وو، چي پکي د پاکستان، چين او روسيې استازو ګډون کړی وو.

نوموړی وايي: “په دغه غونډه کې پاکستاني ډلې هم ګډون کړی. مونږ په دې رضا شوي یو چې د افغانانو د جنګ ختمیدو او د مستقمې سولې راتلو خواهش مرسته وکړو”.

افغان حکومت د مسکو د وروستي کنفرانس په هکله ويلي، چي دا په افغان سوله پوري اړه نه لري بلکي دا د ګډون کونکو هيوادونو خپلمنځي مشورتي ناسته ده.

افغان حکومت په وارو وارو ويلي، چي د سولي په خبرو کي به افغان حکومت مستقيم ګډون لري او هره هغه ناسته چي د افغان حکومت مشري پکي نه وي د افغان سولي سره هيڅ ډول مرسته نه سي کولای.