کور / راپور / د (ازادۍ مارچ) ګډونوال پنجاب ته داخل سوي دي

د (ازادۍ مارچ) ګډونوال پنجاب ته داخل سوي دي

د جمعيت علماء اسلام (ف) په مشرۍ د (ازادۍ مارچ) په نوم لاريون تېره شپه ناوخته پنجاب ته ننوتی او د اکتوبر پر ۳۱ به په پلازمېنه اسلام اباد کي ستر مارچ کوي.

تېره شپه د سند صوبې څخه د پنجاب سيمي ته د مولانافضل الرحمن په مشرۍ د لاريونوالو ستره ډله پنجاب ته ننوتل او هلته به د پاکستان د حکومت پرضد او د عمران خان د استعفا لپاره لاريونونه کوي.

مولانا فضل الرحمن پنجاب صوبې ته د داخلېدو پر مهال وويل، چي د جنګ نغاره ږغېدلې ده او اوس به موږ پر شا نه ځو.

مولانا فضل الرحمن وایي، ترڅو چي لومړي وزير عمران خان استعفا نه وي ورکړې، دی به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکوي.

بل خوا په اسلام اباد کي په زرګونو پوليس د لاريون ځپلو په موخه په اسلام اباد کي ځای پر ځای سوي دي.

مولانا وايي، زموږ لاريونونه پر امنه دي، خو که چيري پاکستاني رياست زموږ پر وړاندي د تشدد څخه کار واخيستی، موږ به هم ورته اقدام پورته کړو او د هري ممکنه لاري به اوسنی حکومت له منځه وړو.

د جميعت علماء اسلام (ف) په مشرۍ د اپوزيسون ګوندونو په ګډه د موجوده حکومت پر ضد راپورته سوي او وايي، چي د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت د درغليو او فساد په نتيجه کي راغلی دی او لومړی وزير عمران خان بايد استعفا ورکړي.