کور / سياسي / ‎!!!طالبان او افغان حکومت

‎!!!طالبان او افغان حکومت

‎طالبان کله یو کله له بل ملک سره رابطه کوي، تردې چې د پاکستان حکومت سره هم کېني او پر افغان وطن، امن او د خلکو پر مسئلو خبرې کوي، که چېرته لدوي سره دومره د افغان وطن فکر وي نو بیا ولې د افغانانو منتخب ولسمشر اشرف غني او د هیواد نورو مشرانو سره نه کېني او د هیواد پر امن او نورو مسائلو خبرې نکوي؟
‎او دوي په کوم حیثیت د افغان وطن نمایندګان جوړ شوي او د کوم امنېت خبرې کوي، د هغه امن کوم چې دوي پخپله د پردیو په خوله خراب کړ؟؟؟ او دوي د خلکو د کومو حقوقو خبره کوي، هغه حقوق چې خپله تر پښو لاندې کړل؟ دوي د افغان وطن د کومې ابادۍ خبره کوي د هغې ابادۍ کومه چې دوي پخپله په توپونو او راکېټ لانچرو ووشتله؟

دوي خو د وطن ټول میوزیمونه خراب کړل د کروړونو پيسو مجسمې او تاریخي اثار یې مات او تیت په ترک کړل، چا چې د دې وطن ښونځي، روغتونونه او نورې ابادۍ وران او ویجاړ کړل هغوي بیا په کومو سترګو د دې وطن د خلکو د حقونو خبرې کوي، دوي خو د افغان وطن ماشومان، ښځې ، زاړه او ځوانان په ګولیو کې پټ کړل، چا چې څلوېښت کاله د پردېو په اشاره د ‌‌‌‌‌‌ډالرو لپاره نسل وژنه وکړله، او اوس دې حد نه ښکته تللي چې د افغانانو منتخب اعوان څخه تښتي او د افغانانو د خوښې منتخب مشر هم نه مني، نو د افغانانو لپاره هم د دوي منل خو بېخي لرې خبره ده بلکه نفرت ترې هم کوي.
‎د افغانستان دعوه لرونکي د افغانستان خلک او د افغانانو لخوا منتخب د دې خاورې بچي کولی شي، طالبانو ته دا حیثیت لا هم ندی حاصل شوی چې د دې خاورې د عوداري وکړي، ځکه چې څوک خپلې مور سره بې وفایي کوي او د مور له سینې لاندې د پردېو په اشاره له کلنو راهیسې جنګ کوي، نو هغوي د دې خاورې د دعوې حیثیت بایللی دی. دوي روسیه کې په کومه خوشحالۍ کې خبرې کوي؟ دوي خو روسان سره کافر بلل، دوي خو د پاکستان په امر او د پاکستاني جرنیلانو د ټرینینګ نه وروسته د امریکې په پيسو او مهماتو جعلي جهاد کاوه، دوي اوس له روسیې نه د خپلو ګټو توقع هم کوي؟ چاسره چې اوس دوي د خبرو لپاره پر یو مېز ناست دي.
‎افغانستان د افغانانو وطن دی چا چې په لکونو قربانۍ ورکړي، دا د ځمکې پر مخ د خیرات ټوټه نده چې چاته ضرورت پيدا شي وایخلي او وېخوري.
‎که چېرته د روس، چین، امریکې، قطر او سعودي ګټې له افغانستان سره تړلې وي نو دوي باید اول د افغانستان چې زرګونه کاله تاریخ لري ازاد او خودمختار ومني او د افغانستان د خلکو له منتخبه مشرانو سره خبرې وکړي، کوم چې د دې ملک مخلص او ریښتوني بچیان دي. افغانانو لدې مسلسل جنګ او بربادۍ څخه ‌‌‌‌‌‌ډېر څه زده کړي، اوس هغوي باشعور او متحد دي، اوس څوک د دوي د غولولو سوچ هم نشي کولی.
‎که چېرته طالبان د پاکستان په اشاره او افغانستان کې د دوي د حکومت نه وروسته د پاکستان د دوکې او چل سره سره بیا هم خبرو ته کېناستلی شي او د مذاکراتو خبرې کولی شي نو بیا له افغان حکومت او افغانانو سره په خبرو کې ولې تکلیف دی؟
‎پاکستان هیڅکله هم له خپلې مداخلې نه لاس نه اخلي، که چېرته له پاکستان سره واقیعي هم دافغانستان د پخوانیو غلطيو احساس وي او د افغان امن لپاره مخلص وي نو دوي دې له هر څه نه وړاندې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي.
‎پاکستان د طالبانو وزیر خارجه نه جامې وباستلې او په وهلو وهلو یې امریکې ته حواله کړ لیکن ده کې بیا هم د عزت نفس په نامه څه نشته بیا هم د همغه پاکستاني حکمران طبقه قبله کعبه منلې، کله یې لیدلو ته راځي او کله بیا د دوي په امر چین، امریکا، روس او نورو سره ملاقاتونه کوي.
‎د دوي دا غلط فهمي ده چې دوي به افغان عوام له تشدد او جبر لاندې راولي او خپلې غوښتنې به ورباندې ومني، نه هیڅکله یې نه مني، اوس هغه وخت تللی چې افغانان به خپل ملک کې د همسایګانو د څو کوږلنګیان ومني.
‎طالبان باید له خپلو خلکو نه د تېرو شویو غلطيو بښنه وغواړي او راشي په سیاسي عمل کې شامل شي تر څو اینده کې د خپل وطن لپاره د زړه له اخلاصه خدمت وکړي، لدې څخه بغیر دوی سره بله هېڅ لار نشته.
‎د دې لپاره پاکستان یا دلته هلته له وژنو څخه څه نه جوړېږي او نه هم کوم شی پلاس راتللی شي، ځکه چې افغان ولس د طالبانو له منلو سراسر انکاري دي، حتا تر دې پورې چې د دوي حکومت یا ګوند هم نه مني، هسې هم اوس شرعي حکومت پاکستان ته ضرورت دی، ښه به وي چې پاکستان کې مقتدر قوتونه خپل هیروګان طالبان د دوي په کمالاتو څخه کار واخلي او پاکستان کې شرعي حکومت راولي.

لیکنه
‎لائیبه یوسفزۍل
‎ژباړه عبدالقهار همت