کور / راپور / د لاريونونو تر فشار لاندي د لبنان لومړي وزير سعد الحريري استعفا ورکړه

د لاريونونو تر فشار لاندي د لبنان لومړي وزير سعد الحريري استعفا ورکړه

د شاوخوا ديارلسو ورځو پرلپسې لاريونونو په پايله کي د لبنان لومړي وزير سعد الحريري خپله استعفا اعلان کړه.

نوموړي پر دولتي ټلويزون خپله استعفا اعلان کړه او ويې ويل چي د رسمي چارو لباره به ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ سي او هلته به دا پرېکړه نهايي کړي.

په لبنان کي مظاهرې

له شاوخوا دوو اونيو راهيسي په لبنان کي د اقتصادي او سياسي اصلاحاتو لپاره مظاهرې پيل سوي دي او په سلګونو زره کسان سړکونو ته راوتلي دي. دوی حکومت په دې تورن کړی چي د اقتصادي او سیاسي چارو کي مخ پر ځوړ روان دی او اداري فساد اوج ته رسېدلی دی.

د لاريون کونکو لومړی غوښتنه د لومړي وزير استعفا وه او بله غوښتنه ئې داده چي يوه موقته او بې پرې کابينه دي جوړه سي.