کور / اقتصادي / افغان مخابراتي شبکې د رېبل ټايم سيسټم سره نښلول کېږي

افغان مخابراتي شبکې د رېبل ټايم سيسټم سره نښلول کېږي

 

د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت وايي، چي په افغانستان کي به مخابراتي شبکې د رېبل ټايم سيسټم سره ونښلول سي، چي له مخي به ئې له پېرودونکو څخه اخستل کېدونکې لس سلنه ماليه په شفاف ډول د دولت خزانې ته جمع کېږي.

دغه وزارت وايي، چي اوس د سلام مخابراتي شبکه ددغه سيسټم سره وصل سوې ده او پاتي نوري شبکې به هم د ريبل ټايم سره ونښلوي.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست محمد فهیم هاشمي وويل، چې له سلام شبکې وروسته به نورې مخابراتي شبکې هم له رییل ټایم سیستم سره وتړل سي.

د هغه په خبره،  که کومه مخابراتي شبکه له دغه سیسټم سره د نښلولو مخنیوی وکړي نو قانوني چلند به ورسره وسي.
د ښاغلي هاشمي په وینا مخابراتي شبکې حق نه لري چي خپل لګښتي معلومات پټ کړي.

څلور کاله وړاندي افغان حکومت د ټلفوني خدماتو لپاره لس سلنه ماليه وضع کړل چي د وزارت په وينا دغه ماليې ۱۷ ملیارده افغانۍ د دولت خزانې ته ور ډیرې کړې دي.

خو ددغه سيسټم پر شفافيت هم نيوکي سوي دي. او تمه ده چي د رېبل ټايم سره د شبکو وصليدل به شفافيت رامنځ ته کړي.