کور / راپور / د ګزمې پر مهال درې پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

د ګزمې پر مهال درې پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

د سند او بلوچستان په سرحدي سيمه کند کوټ کي پر پاکستاني پوليسو بريد سوی او درې تنه يې هلاک کړي دي.

د راپورونو له مخي کله چي په سيمه کي پوليسو ګزمه کول د نامالومو وسلوالو له خوا ورباندي ډزي وسوې چي په نتيجه کي ئې درې پوليس ځای پرځای هلاک سول او دوه نور سخت ژوبل سول.

تراوسه ددې پېښي مسؤوليت کومي وسلوالي ډلي پرغاړه نه دی اخيستی،خو په بلوچستان کي تر ډېره بلوڅ بېلتونپال د پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کي ښکېل دي.