کور / راپور / کندهار کي ماين چاودني اووه ملکي وګړي ژوبل کړي دي

کندهار کي ماين چاودني اووه ملکي وګړي ژوبل کړي دي

د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي نن د يو ماين چاودني له امله اووه ملکي وګړي ژوبل سوي دي.

دغه ماين چاودنه نن غرمه د يو موټرسيکل په واسطه رامنځ ته سوې او د بازار په يوه ګڼ ميشته سيمه کي ئې چاودنه کړې ده.

د کندهار د پوليسو وياند وياند جمال ناصر بارکزی وایي چي په پېښه کي ۷ تنه ټپيان سوي او څوک پکښې نه دي وژل سوي.