کور / راپور / د (ازادۍ مارچ) نن اسلام اباد ته روانېږي

د (ازادۍ مارچ) نن اسلام اباد ته روانېږي

د جميعت علما‌ء اسلام (ف) په مشرۍ د (ازادۍ مارچ) ګډونوال تېره ورځ لاهور ښار ته رسېدلي دي او نن شپه به پلازمېني اسلام اباد ته ځي.

اسلام اباد ته د رسېدو سره به دغه ستر لاريون د ايچ ناين واټ ته ځي او هلته به د حکومت ضد ويناوي او شعارونه ورکوي.

مولانا فضل الرحمن بېګا ماسخوتن ناوخته د لاهور په ټوکر نياز بېګ سيمه کي د ”ازادۍ مارچ” ګډونوالو ته وويل، ”له خپلو هېوادوالو سره په شريکه اسلام اباد ته ځکه روان دی، حکمرانانو ته ووايو چي تاسو ولس د ووټونو له لارې نه بلکي په درغلۍ په واک کي راغلي ياست نو ځکه ولس مو خپل حکمرانان نه ګڼي.”

د جميعت علماء اسلام (ف) په مشرۍ د اپوزيسون ګډ لاريونونه د پاکستان له اوسني حکومت څخه ناراض دي او د تحريک انصاف په مشرۍ د موجوده حکومت ړنګېدل غواړي.