کور / راپور / ادريس زمان د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست ټاکل سوی دی

ادريس زمان د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست ټاکل سوی دی

 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت لپاره ددغه وزارت  سياسي مرستيال ادريس زمان ددغه وزارت سرپرست ټاکل سوی دی.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي پر خپله ټوټرپاڼه ليکلي، چي ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت د وزیر تر ټاکل کېدو پورې ښاغلی زمان د دغه وزارت سرپرست ټاکلی دی.

ددغه وزارت مخکني سرپرست صلاح الدين رباني څو ورځي وړاندي استعفا ورکړه او ارګ يې په دې تورن کړ چي دده په کارونو کي خنډونه جوړوي .

خو ارګ دا تورونه رد کړل او ويې ويل، چي صلاح الدين رباني  د خپل ګوند، جمعیت، ګټې پر ملي ګټو غوره بللې.

.