ځان وژنه یو لوی سرخوږی/ ارواپوهنه
Aziz Rahman Hazim
لیکوال: ډاکټر عطاالله زیارمل
په نړۍ کې نن سبا یوه ستونزه ځان وژنه ده. خلک اکثراً د روحي فشارونو له امله دومره له خپل ژوند څخه ماړه شي چې نور ور ته ژوند بې معنا ښکاري نو ځان وژنې ته مخه کړي. د ځان وژنې پېښې عموماً په ځوانانو کې زیاتې لیدل کېږي او بیا د نارینه و په پرتله په ښځینه و کې یې فیصدي زیاته ده. د لاملونو په برخه کې یې د روحي فشارونو په څنګ کې ځینې عصبي ناروغۍ هم راځي. دغه ډول ناروغانو ته په ذهن کې د ملامتۍ حس پیدا کېږي او د وخت په تېرېدو سره دا حس دومره قوت پیدا کوي چې هره ګړۍ ناروغ ځان ملامتوي او په ذهن کې ور ګرځي چې نور نو ور ته د ژوند کولو اړتیا نشته. دغه ډول ناروغان همېشه په ذهن کې له همدې کشمکش سره لاس او ګریوان وي چې دوی په رښتیا باید ځان ووژني او که هسې یو بې ځایه فکر ور ته پیدا شوی دی؟ هغه کسان چې ژور خپګان لري، دوی داسې یو چا ته ضرورت لري چې دوی ور ته خپل زړه تش کړي او یا هم خپل مشکلات ور ته یو یو بیان کړي.
زموږ ځوانان تر پخوا د نورې نړۍ له رسنیو او هم خواله رسنیو سره ډېر په تماس کې دي، نو د ځان وژنې د پېښو په اړه ممکن په کورنیو او یا بهرنیو خبرونو کې وخت په وخت خبرونه ولولي یا هم واوري. ښه به وي چې د دې موضوع په اړه معلومات ولري ترڅو په ښه توګه له خپلو خلکو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
ارواپوهان ټولو ادارو اوموسساتو ته توصیه کوي چې خپلو کارکوونکو ته باید په کال کې حتماً د ځان وژنې د مخنیوي لپاره یو روزنیز پروګرام جوړ کړي ترڅو د دې موضوع په اړه له خلکو سره سم پوهاوی رامنځته شي او پر خپل وخت مناسب کار ترسره کړي چې له امله یې د نورو ژوند وژغورل شي. ممکن ځینې له دې خبرې سره موافق نه وي چې موږ ولې باید د ځان وژنې په باره کې هر کال د روزنیز پروګرام په ترڅ کې معلومات تر لاسه کړو. ممکن دا کار د وخت ضیاع وبولي او یا هم فکر وکړی چې دا په لوی لاس هغو کسانو ته ور په یادوي چې هغوی باید د ځان وژنې هڅه وکړي، خو په حقیقت کې د معلوماتو د ترلاسه کولو سره د ډېرو کسانو ژوند خوندي کېدلی شي.
علمي څېړنو ښودلې چې په کومو ادارو او موسساتو کې چې هر کال یې کارکوونکي د ځان وژنې د مخنيوی په روزنیزو پروګرامونو کې برخه اخلي د هغوی په منځ کې د ځان وژنې کچه تر نورو هغو ادارو ډېره کمه ده چېرې چې دغه ډول روزنیز پروګرامونه نه وړاندې کېږي.
ځینې کسان ممکن پوښتنه وکړي چې که یو چا تصمیم نیولی وي چې خپل ځان ووژني، نو موږ ور سره څه ډول مرسته کولی شو؟ ټول هغه کسان چې د ځان وژنې فکر ورسره پیدا شوی دی هغوی په هر وخت کې د نورو مرستې ته اړتیا لري خو د عصبي ناروغۍ او یا هم روحي فشار له امله دومره وخت نه شي پیدا کولی چې خپل مشکل له نورو سره شریک کړي. که موږ او تاسې د هغوی اضطراب او وېره او یا هم د ژور خپګان نښې نښانې ولیدې باید موږ ور وړاندې شو او د مرستې غږ ورباندې وکړو. څېړنو ښودلې چې زیاترو ناروغانو د مرستې له اخیستلو څخه مخ نه دی اړولی او یوازې همدې منتظر وي چې څوک ور ته د مرستې غږ وکړي، خو د شرم او یا هم کوم بل دلیل له امله نه غواړي چې دوی د مرستې د ترلاسه کولو لپاره چا ته ووايي.
دا حالت هغه وخت ښه تصور کولی شو چې کله د یو داسې کس خبرې واورو چې د ځان وژنې هڅه یې کړې او په خپله دې هڅه کې کامیاب شوی نه دی. خدای ج یې ژوند بچ کړی او اوس د یو لوی مبلغ په حیث نورو ته همدا پیغام رسوي چې ځان مه وژنئ.هغو کسانو ته هم خپل مسؤلیت ور په ګوته کوي چې څنګه له داسې یو چا سره مرسته وکړي چې په هغوی کې د ځان وژنې نښې نښانې لیدل کېږي او یا هم د ځان وژنې هڅه کوي؟
د کیون په نوم یو کس عصبي ناروغي درلوده، تل یې په ذهن کې همدا ګډوډ احساسات ښکته پورته کېدل چې ولې لا تر اوسه ژوندی ګرځې او باید نور ځان ووژنې او نور خپل خدای ته ورشې. هغه خپله کیسه داسې کوي:
په ذهن کې به مې تل همدا تېرېدل چې نور ژوند مه کوه، ژوند در ته بې معنا دی. ځان خپل خدای ته ورسوه. دغه ډول ذهني کشمکش سره ډېر وخت نارامه وم. یوه ورځ په همدې نیت له کوره راووتم چې ځم به او د سنفرانسسکو له جګ تاریخي پله به ځان لاندې اچوم چې خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدم. په همدې نیت روان شوم او د بس تم ځای ته ورسېدم چې سترګې مې سرې او له ژړا ډکې وې. ما ویل چې د بس ډرایور به را څخه پوښتنه وکړي چې څه درباندې شوي؟ زه څه مرسته درسره کولی شم؟ خو هغه په ډېره بې پروايي را ته وویل چې را خېژه هلکه! هغه ملامت نه و ځکه هغه خپل کار کاوه ترڅو پر وخت بل تم ځای ته ورسېږي. دا هغه بس و چې تاریخي پله ته روان و. ما سر ښکته اچولی و او له ځان سره مې دا ټوله لاره ژړل ځکه چې په ځان مې هم خوا بدېده چې ولې ځان وژنې؟ بل علت یې دا و چې ممکن په لاره کې یو څوک را څخه پوښتنه وکړي چې ولې ژاړې؟ هغه به راسره مرسته وکړي او له دې کار څخه به مې منع کړي. تصادفي په بس کې مخامخ را ته دوه کسان ناست کښیناستل. یوه بل ته مخ واړاوه او په مسخرو یې وویل چې دغه څومره بې غیرته دی چې په لویه تنه ژاړي. د دوی تم ځای را ورسېده او له بس څخه ښکته شول او د بس نوره سورلۍ هم په خپلو خپلو تم ځایونو ټول ښکته شول. هیچا له ما څخه پوښتنه و نه کړه. اخر زما تم ځای چې هغه تاریخي پل و را ورسېده او زه هم ښکته شوم. په ټوله لار مې ژړل او له بس څخه چې ښکته کېدم د بس چلوونکي هم را څخه پوښتنه و نه کړه چې ولې ژاړې؟ هغه زیاتوی چې څو ځله په دې لوی پله یوه خوا او بله خوا ولاړم او له ځان سره مې ژړل او همدا مې ګڼله چې یو څوک به را باندې غږ کوي چې ولې ژاړې؟ بس همدې ته په تمه وم. بل خوا په ذهن کې همدا یو ډول غږونه را باندې کېدل چې ځان ووژنه ځکه چې ژوند دې نور ارزښت نه لري. بیا به مې همدا په ذهن کې را وګرځېدل چې ممکن یو څوک خو به پیدا شي او له دې کاره مې منع کړي. د قسمت کارونو ته ګوره چې په دې ورځ سیلانیان ښه ډېر وو خو هیڅوک هم را نژدې نه شول چې را څخه د ژړا او خپګان پوښتنه وکړي.
یوه په عمر پخه ښځه رانژدې شوه او خپله کامره یې را ته ونیوله چې که د عکس په اخیستلو کې ورسره مرسته وکړم. کامره یې راکړه او ما په همغې ژړا او خپګان کې د هغې عکس واخیست او هغه ولاړه. زه نور ناهیلی شوم او له دې سره سم د پله په کټاره پورته شوم او لاندې مې ځان واچاوه. کله مې چې ځان واچاوه نو همدا مې له ځان سره ویل چې خدایه ته مې وساتې، زه پوهېږم چې ما خو غلط کار وکړ. څو ثانیې وروسته په ډېر شدت سره په یخو اوبو کې، شا په تخته وغورځېدم، نور په ځان نه یم پوه شوی. تصادفي په دې وخت کې د بلې پېښې لپاره د ژغورنې عمله او وړه کشتۍ پله ته په لاره وه نو هغوی زما په ژغورلو پسې شوي و او یو وخت مې چې سترګې وغړولې ګورم چې د روغتون پر کټ پروت یم او ډاکټران را ته ولاړ دي. زه ژوندی پاتې شوم خو فلج وم، نو له ځان سره مې همدا ټینګ عهد وکړ چې زه به په خپل ټول پاتې عمر کې د هغو کسانو لپاره کار کوم چې د ځان وژنې احساس ورسره پیدا کېږي او یا یې هم هڅه کوي.
نوموړی اوس په ټوله امریکا کې ډېر مشهور دی او مختلفې موسیسې یې د همدې روزنیزو پروګرامونو لپاره د مېلمه په حیث را غواړي ترڅو خپله کیسه خلکو ته وکړي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې که څه هم مشکلات شته خو دا مشکلات د ځان په مرګ نه حلېږي بلکې کورنۍ او نورو ته ممکن لا نور مشکلات وزېږوي. نوموړی خپلې تجربې له نورو خلکو سره شریکوي او په دې ډول له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د ځان وژنې احساس ورسره پیدا کېږي او یا هم د ځان وژنې هڅه کوي.
د دې لپاره چې له هغو کسانو څخه چې ورباندې شک کېږي چې ځان به ووژني نو باید لاندې پوښتنې ور څخه وشي. دا پوښتنې په لاندې پوښتنپاڼه کې راټولې شوې دي. که هر ځواب (هو) وي نو باید جدي وګڼل شي او له دغه کس سره مرسته وشي چې خپل نظر بدل کړي.
تل لومړۍ او دوهمه پوښتنه له کسانو پوښتئ | په تېره (۱) میاشت کې |
۱. تاسې کله دا هیله کړې ده چې کاشکې مړ وای او یا داسې ویده شوی وای چې بېرته بیا را ويښ شوی نه وای؟ | |
۲. ایا تاسې په حقیقت کې د ځان وژلو فکر کړی دی؟ | |
که دویمې پوښتنې ته ځواب (هو) وي نو بیا ۳، ۴، ۵ او ۶ مې پوښتنې باید ځواب شي.
که دویمې پوښتنې ته ځواب (نه) وي نو بیا نېغ په نېغه باید ۶ مې پوښتنې ته ولاړ شو. |
|
۳. په دې باره کې دې فکر کړی دی چې څنګه ځان ووژنې؟ | |
۴. ایا تاسې نیت لرئ چې دغه ډول فکرونه عملي کړئ یعني ځان وژنه وکړئ، او یا هم د دې په خلاف تاسې فکر کوئ چې هیڅکله به دغه فکرونه عملي نه کړئ؟ | |
۵. ایا تاسې د ځان وژلو په باره کې پلان پیل کړی دی او یا مو جوړ کړی دی؟ آیا تاسې نیت لرئ چې دغه پلان به عملي کړئ؟ | |
همېشه دغه پوښتنه مطرح کړئ. | په تېرو(۳) میاشتو کې |
۶. ایا تاسې د خپل ځان د وژلو لپاره داسې څه کړي دي، یا مو شروع کړي دي او یا ور ته تیاری نیسئ؟ |
که پورته هرې پوښتنې ته ځواب (هو) وي نو باید جدي وګڼل شي او له دغه کس سره مرسته وشي.
که ۲، ۳، ۴، ۵، او ۶ مې پوښتنې ته ځواب (هو) وي نو باید یوازې پرې نښودل شي او تر ډاکټر یا ارواپوه پورې ورسره ولاړ شو ځکه چې ممکن خپلو غلطو فکرونو ته د عمل جامه ور واغوندي او ضایع یې کړو.
د کیون یوه تاریخي خبره دا ده چې وايي:
ټول باید په یاد ولرو چې کله نا کله زموږ مزاج خرابېږي، چې دا یوه طبيعي خبره ده، خو تر دې هم مهمه دا چې باید په یاد ولرو، هر څوک یو وخت مرستې ته اړتیا لري.