کور / راپور / پاکستان کي خبريالان: حکومت پر رسنيو سخت بنديزونه لګولي دي

پاکستان کي خبريالان: حکومت پر رسنيو سخت بنديزونه لګولي دي

 

په پاکستان کي خبريالانو د حکومت د هغه ګام د غندني په موخه احتجاج کړی چي له مخي يې دوی نه سي کولای چي په هيواد کي د روانو لاريونونو په هکله راپورونه جوړ کړي او هغوی ته خبري پوښښ ورکړي.

د پاکستان په سترو ښارونو کي دا مهال د حکومت ضد لاريونونه روان دي، خو حکومت ټولو رسنيو ته خبرداری ورکړی دی، چي ددغه لاريونونو ته به خبري پوښښ نه ورکوي.

د حکومت ددغه اقدام پرضد راټول سوي خبريالان وايي، چي که د بيان پر ازادۍ دا ډول بنديزونه روان وه، ډېر ژر به ټولنه وچوي او يو ستر ناورين به رامنځ ته سي.

په دغه احتجاج کي ګډون کونکي خبريالان وايي، چي په تېرو دېرشو کلونو کي پر ميډيا دا ډول بنديز نه وو لګول سوی، لکه څنګه چي اوس د پوځي ادارو او رياست لخوا لګول سوی دی.

پاکستان په نړۍ کي د بيان  ازادۍ نه لرلو له امله د سختدريځو هيوادونو په سر کي ځای لري.