کور / راپور / هند کشمير پر دوو برخو وېشي

هند کشمير پر دوو برخو وېشي

 

هند وايي، چي تر خپل واک لاندي کشمير او لداخ به پر دوو برخو وويشي او په دې هکله به نن پرېکړه وسي.

د هند لومړي وزير نريندرا مودي وويل، چي کشمير به پر دوو برخو وويشي، يوه برخه به جمو او کشمير او بله برخه به لداخ وي.

نن به د هند په پارلمان کي د کشمير او لداخ لپاره ځانګړي واليان سوګند هم پورته کړي.

هند په اګسټ مياشت کي د کشمير ځانګړی حيثيت ختم کړ او په دې سره يې دغه سيمه د نوي ډهلي تر قانون لاندي راوستل.

پاکستان او په کشمير کي ميشت خلګ د هند ددې ګام سره مخالفت څرګند کړ او پاکستان پر نړيوالو ږغ وکړ چي د هند ددغه اقدام مخه ونيسي، خو داسي مالومېږي چی نړۍ په دې برخه کي د هند تر څنګ ولاړه ده او پاکستان نهيلی ښکاري.