غزل

د لراوبر اداره | اگست 15th, 2008


دازه يم لېونى اوکه مي کـړه لېوني ښــکاري
په ورځ نارام په شپه بېدارهرڅه لېوني ښکاري

زماپه خوارکي زړګي کي دي وام څله ځاله کړې
که همداسي دي خمارخمارکاته لېوني ښکاري

مي هره ګړۍ ياده يي مي بل ځاى بل څه نشته
چي ښه کوي که څه کوي ستاښه لېوني ښکاري

هاتېره ورځ مي ځان سره دلاس ګوتي شمېرلې
پنځه شـولي پنځـه واړه پنځـه لېــوني ښـکاري

غمـونه راسـره دي آشناټـول مـي مېـلمانـه وي
داڅه ډول ژوندون دى داټول شته لېونـي ښکاري

بس نورمــي دنــظر په کـــتو مه شهيــدوه چي
داڅه شاني په لاره ځي ستاتله لـېوني ښکـاري

چي ځانه سره سوچ کوم مي زړه مسافرشـوي
نه هاراسره شته دى زړه مازغه لېوني ښکـاري

غصه شوه راته ويل يي امين زيه داڅه وايې
نن ښه نه يي که څنګه نن دي کړه لېوني ښکاري

Copyright Larawbar 2007-2024