کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / منفورپدرام په بنګلو او فياض دحقيقت په تور، دزندان په پنجروکي

منفورپدرام په بنګلو او فياض دحقيقت په تور، دزندان په پنجروکي

کله کله به بعضو خلکو ويلي چي زمانه اخيره ده ، دنړۍ په بعضوچاروکي ، دانسانانوپه کړووړوکي فرق راغلی دی اوټول کارونه سرچپه شويدي .  نوکه چيري زموږګران هيوادته اوپه ځانګړي توګه اوسني حالت ته له دغي زاويي څخه وګورونوخدای مکړه بياخوزموږبيچاره هيوادبيخي دقيامت په پوله ولاړدی .
دکوچينوالي څخه چي لاښوونځي ته تلم ډيرښه مي په ياددي ،کله چي به داسد28 مه نيټه راورسيده نودهرافغان زده کوونکي څخه نيولي بياترښوونکي اوحتی دښوونځي دملازمينواودافغانستان دټولووګړوپه څيروکي به يوعجيب دوياړاوخوشالۍ احساس له ورايه بريښيده ، هريوه به په خپلوخبرو،تکلم ،بحث اومقالوکي داستقلال نوم اوورسره جوخت به يي په ډيروياړاودرنښت داستقلال دګټونکي ،متفکراوستوري اعليحضرت غازي امان الله خان نوم اخيسته .
زه نه غواړم دلته داعليحضرت شاه امان الله خان په شخصيت اووياړونوډيرڅه وليکم . دهغي لاسته راوړني ،شخصيت ،سپيڅلتوب ،اوشهامت ټولوافغانانوته دشنه اسمان دلمرپه شان څرګنددی . په دي هکله زمونږيومشراودروندليکوال ښاغلي سيستاني صاحب ډيري عالمانه اوهراړخيزي ليکني کړيدي ،چي داعليحضرت غازي امان الله خان شخصيت يي په کي له هره اړخه په ډېره ښه توګه ارزولی دی .
وايي چي لمرپه دووګوتونه پټېږي ،ولي له بده مرغه اوس په افغانستان کي بعضي داسي سپين سترګي اوبېشرمه کړۍ راپيداشوي دي چي ريښي يي له بهرڅخه اوبه اخلی ،غواړي چي دواقعيت خلاف همدغه لمرپه دووګوتوپټ کړي . ددغه لعنتي اوبي کرکټره ستمي چي اصلآ دکاغذپرپاک مخ يي دنوم ليکل اويايي په رسنيوکي دنوم اخيستل ګناه ده ، که چيري سړی دهغي دماضي پسي مټي راونغاړي اوپه پوره توګه يي راوسپړي نودی دومره منفوره اوچټله ماضي لري چي قلم يي پرليکلواوژبه يي په ويلوشرميږي . تراوسه مانه غوښتل چي ددغه منفورانسان په هکله څه وليکم ،ځکه زمونږ ډيروپوهو اومعززوليکوالانوپه دي هکله ډيرې
 په زړه پوري اوپرځای ليکني کړيدي .
زه غواړم يوازي يوه ټکي ته اشاره وکړم اوهغه داچي ايادافغانستان اوسنی دولت ،ولسمشر ،وزيران ،ولسي جرګه ،نورټول دولتي اوقضائي ارګانونه دداسي لويوپيښوڅخه نه خبريږي اوکه ځانونه پري نه خبروي .
زموږملي وياړونو،ملي هويت اوملي شخصيتونوته سپکاوی اوتوهين کيږي اودوی چوپه خوله ناست دي لکه په غوږوکي چي يي مالوچ ايښودلي وي اوهيڅ نه اوري اوکه چېري يوبيچاره ژورنالست چي حقيقتونه وايي ،دکابيني دوزيرانونيمګړتياوي ورپه ګوته کوي ،دخلکواواز،دخلکومشکلات دهغوی غوږوته رسوي، نوبيادغه غږددوی لپاره لکه داتوم بم دی مخکي له چاودوڅخه يي اواز اوري ،خپرونه ورته په نيمه کي قطع کوي اومسئول چلوونکی يوبيچاره ژورنالست سمدلاسه بيادزندان دتوروپنجروشاته اچوي .

فکرکوم داوسني دولت پرواکمنانونيوکي کول ،اوهغوی دخپلونيمګړتياواودخلکودمشکلاتوڅخه خبرول يوه ډيره لويه اوعظيمه ګناه ده . ولي دهيوادملي هويت ،ملي ارزښتونو اوملي وياړونو ته سپکاوی اوتوهين خوهيڅ خبره هم نه ده . زماپه انددوی خامخاخپل ځانونه دافغانستان اوداعليحضرت غازي شاه امان الله خان څخه هم پورته ګڼي .

دنړۍ په ټولوهيوادوکي داسي معمول دی چي دهغه هيوادوګړي ددولت په مامورينوحتی ترلومړي وزيراوولسمشرپوري هررنګه معقولي نيوکي کولی شي خوکه چيري يي دهغه هيوادملي هويت ته ضررورسولواويايي توهين ورته وکړنوهغه ته بيا دهماغه دولت دقضايي ارګانونولخوادملي خيانت په تور سخترينه جزاورکول کيږي ، خوزمونږپه هيوادکي بيادافرضيه باالکل معکوس اوسرچپه ده . ددي پرځای چي دغه منفورانسان دملي خيانت په تورمجازات شي ،په سياسي فعاليتونويي بنديزولګول شي ،هغه زمونږددولت د لوړپوړوچارواکوسره دشيرچورپه بنګلوکي خپلي نشي اوتماشي کوي .
 زمونږهيله دافغانستان داوسني دولت څخه داده هغه اشخاص چي زمونږدهيوادملي هويت نه مني اوسپکاوی اوتوهين ورته کوي ،زمونږدهيواددوروڼوقومونوپه منځ کي دنوروپه اشاره دنفاق زهرشيندي اودهغوی په منځ کي تربګنۍ ته لمن وهي  ،داسي اشخاص دحقيقت دويلوپه تور نه بلکه دملي خيانت په توردمحکمي ميزته راکش کړي ،دافغانستان خلک به يي پوره ملاتړوکړي اوزمونږدوطن دښمنان به ترينه عبرت واخلي .
په افغاني مينه اودرنښت