کور / راپور / پاکستان: په اورګاډې کي اورلګېدني ۷۳ مسافر وژلي دي

پاکستان: په اورګاډې کي اورلګېدني ۷۳ مسافر وژلي دي

له کراچي څخه پنډۍ ته روان اورګاډي کي د اورلګېدني له امله ۷۳ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په وژل سويو کي ماشومان او ښځي هم شاملي دي.

دغه اورګاډۍ چي له کراچي څخه پينډۍ ته روان وو، د پنجاب ايالت په رحیم يارخان کي د اورلګېدني پېښه پکي رامنځ ته سوه چي ګڼ مسافر يې ووژل او په لسګونو نور ژوبل دي.

اورلګېدنه هغه مهال رامنځ ته سوه،چي کله مسافرو پخلی کاوه او د ګيس سلنډران وچاودېدل.

ژوبل کسان نژدې روغتونونه ته رسول سوي دي او ډاکټران وايي، چي د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خطرناک دی.

په اورګاډي کي ټول ټال ۲۰۷ تنه سپاره وه، خو ډېری کسان بچ سوي دي.