کور / راپور / کندهار: د پاکستانيانو په ګډون ۱۳ وسلوال نيول سوي دي

کندهار: د پاکستانيانو په ګډون ۱۳ وسلوال نيول سوي دي

 

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چي د تېري اونۍ په ترڅ کي يې ۱۳ وسلوال کسان نيولي چي دوه پکي پاکستانيان دي.

د کندهار د پوليسو وياند جمال ناصر بارکزی وایي، چي دغه کسان د پوليسو په بېلابېلو عملياتو کي نيول سوي او دوه پاکستاني وګړي چي کندهار ته د جاسوسۍ لپاره راغلي وه هم نيول سوي دي.

جمال ناصر بارکزی وايي، چي نيول سوي پاکستانيان مسیر او محمدعبدالله نومېږي.

د هغه په خبره، په نيول سويو کسانو کي يو تن د پاکستان د پوليسو غړی هم دی.