کور / اقتصادي / د اوبو د سپما لپاره په کندهار کي بزګرو ته ليزري ماشينونه ورکول سول

د اوبو د سپما لپاره په کندهار کي بزګرو ته ليزري ماشينونه ورکول سول

 

تېره ورځ د کندهار د زراعت رياست د بزګرو سره د لېزر لېول ماشينونو مرسته وکړه،   چي له مخي یې کروندګر کولای سي په ډېره اساني سره د مځکي سطحه د اوبو لپاره جوړه کړي او په لنډ وخت کي اوبه سي.

د زراعت مسؤولين وايي،  چي ددې  ماشين آلاتو په مرسته به د اوبو د زیات استعمال مخه نیول کیږي.

ددغه ماشین الاتو د ورکړي پر مهال د کندهار ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب وویل، د ولایتي ادارې په غوښتنه د مرکزي ادارې له لوري ددې ولایت بزګرو ته د مځکي د لیزر لیول ماشینونه ورکول سوه.

ښاغلي منیب وايي هڅه کوي څو د کندهار زراعت چي ددې ولایت اویا سلنه اقتصاد تشکیلوي عصري کړي او د اوبو د زیات استعمال مخه ونیسئ. هغه د بزګرو څخه غوښتنه وکړه چي د زراعتي مامورینو سره د کښت او باغونو په روزنه کي د مشورو څخه ګټه واخلي.

همداراز د زراعت رئیس سید حافظ سعیدي وویل بزګرو ته لس د لیزر لیول ماشینونه د نړیوال بانک په مالي مرسته چي پنځه میلونه افغاني کیږي ورکول سوه، او په پلان کي لري چي د زراعت په برخه نور لويي او کوچني پروژې هم عملي کړي.

 د کندهار زراعت ریاست مسؤلین وايي دا چي په باغونو او کروندو کي بزګر لا هم د ګڼو ستونزو سره مخ دي لامل یې د زراعت ریاست د مسلکي کسان سره د دوی نه همږغي او مشوره نه کول دي.