کور / راپور / ډاکټران: د نوازشريف په روغتيايي حالت کي ښه والي نه راځي

ډاکټران: د نوازشريف په روغتيايي حالت کي ښه والي نه راځي

 

روغتيايي مسؤولين وايي، چي د پاکستان د مخکني لومړي وزير نوازشريف په صحت کي کوم ښه والی نه دی راغلی او د هغه روغتيايي حالت نور هم خراب سوی دی.

ډاکټران وايي، چي  نوازشريف د زړه او ګردو له رنځه کړېږي او د هغه د وينو د کمښت سره هم مخ دی.

نوازشريف چي د فساد په تور بندي وو، يوه اونۍ وړاندي دروغتيايي حالت د خرابېدو له امله روغتون ته ولېږدول سو او اوس محکمې د هغه د بند سزا يوه نيمه مياشت وځنډول.

مسلم ليګ نواز ګوند لومړی وزير عمران خان په دې تورنوي، چي خپل سياسي رقيبان د بېلابېلو لاروڅخه ځپي او نواز شريف يې هم په دې بندي کړی چي خپل مخالف ته سياسي ضربه ورکړي.

.