کور / راپور / د زابل ولايتي روغتون دوه ودانۍ به ډير ژر بیا ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د زابل ولايتي روغتون دوه ودانۍ به ډير ژر بیا ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د زابل ولایت د سلطان ملخی توخي ولايتي روغتون چې د روان کال د وږي میاشتې په ۲۸نیټه ېې په یوه موټر بم برید کې دروند زیان ولید او کابو په بشپړه توګه ویجاړ شو، د شپږو ودانیو له ډلې څخه ېې دوه ودانۍ بیا ورغول شوې چې ډير ژر به د خلکو پرمخ پرانیستل شي.
په دې روغتون کې د روغتیايي چوپړتیاوو لپاره، د جراحي، داخله، انستیزي، عاجل، نسائي او ولادي او اداري شپږو څانګو یا بلاکونو شتون درلود چې لومړي څلور ېې په بشپړه ډول له منځه تللي دي.
د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې اداره د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه، په چټکۍ له یادې پیښې وروسته لاس په کار شوه او د زابل ولایت د سلطان ملخی توخي ولايتي روغتون له انګړه ېې د ویجاړو شوو ودانیو د خاورو او اضافي موادو له پاکولو او انتقال سربیره، ددې روغتون نسائي ولادي او اداري بلاکونه ورغول چې يو ځل بيا به ډیر ژر د‌ تداوي لپار د ګټې اخیستنې په موخه پرانیستل شي.
همداراز د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې لخوا په زابل ولایت کې په یو باب جومات، یو ټولنیز صالون، د روغتونو لپاره په دوه بابه انتظار خونو، یو باب لیلېې او یو ورزشي جمنازیم هم ودانیز کارونه روان دي.