کور / راپور / هند ترخپل کنټرول لاندي کشمير رسما پر دوو برخو وويشی

هند ترخپل کنټرول لاندي کشمير رسما پر دوو برخو وويشی

د هند تر ولکې لاندي کشمير رسماپر دوو برخوووېشل سو، چي یوه برخه يې جمو او کشمير او بله برخه يې لداخ و ټاکل سوه.

هند په اګسټ مياشت کي د کشمير نيمه خپلواک حيثيت ختم کړ او په مستقيم ډول يې د نوي ډهلي تر کنټرول لاندي راوستل.

د پنجشنبې پر ورځ هند حکومت د لداخ لپاره ار کې ماتهور او د جمو او کشمیر لپاره ګیریش چندرا د والیانو په توګه وګومارل.