کور / سياسي / د تیرو تیروتنو په تناظر کې د تازه مذاکراتو انځور

د تیرو تیروتنو په تناظر کې د تازه مذاکراتو انځور

ليکنه، عبدالوحيد “وحيد”

دا يو انکار نه منونکئ واقعيت ده چې حکومت او طالبان د سولې ته د رسيدو په تړاو ستونځې او نيمګړې تګلارې لري, خو د خليلزاد په مشرئ امريکايي لورئ د مرموز، مبهم، دوه مخيز او غولونکي دريز له امله تر نورو خواو زيات د روان ترينګلي حالت پړه په غاړه لري.
د ستونځو اساس داده چې سولی ته باید د امتیازاتو اخيستلو او امتیازاتو ورکولو په بنسټ نه، بلکه د ولسي ارمان په سترګه او د ملي ګټو په چوکاټ کې وکتل شي، خو متاسفانه چې دلته د جګړو ټول کورني او بهرني اړخونه په سوله کې امتیازات لټوي.
په قطر کې د طالبانو او زلمي خليلزاد په مشرئ د امريکا تر منځ د پردې تر شاه نهه پړاوه مرموز او مبهم مذاکرات او د خبرو له نهم پړاو څخه وروسته د ولسمشر ټرمپ ناببره او غير موجه ټويټ له امله د مذاکراتي پروسې ختمول د دحکومت په ګډون د ټولو افغانانو شکونه او پوښتنې راپورته کړي. دغو خبرو ته د افغانستان د حکومت په نشتون کې د پردو ترشا دوام ورکول کيده. داسې شکونه هم وه چې د مذاکراتو په ځينې پړاوونو کې د دريم هيواد استخباراتي څار هم شتون درلوده. د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين او خليلزاد ضد او نقیض ټويټونو او د رسنيو په وړاندي د هغوى خبرې هم د دې لامل شوي وې چې هرڅوک د مذاکراتو په تړاو جدا جدا تعبير او تفسير ولري. کله کله خو رسنیو ته د تورن شيرمحمد خان او ځينې حکومتي چارواکو بې چوکاټه خبرو هم د مذاکراتو ممکنه بريا تر سيورئ لاندي راوستې وه.
د مذاکراتو په اجندا او د دواړو لوریو لخوا حل او فصل شوي مسائل له رسنيو څخه پټول، د مختلفو کورنيو او بهرنيو رسنيو لخوا د اټکل پربنسټ شننو او ارزونو هم زمونږ د ولس په ذهنونو کې انديښنې راپارولې . پورتنئ نيمګړتياوې ابهامات ټول د دې لامل وه چې نه يواځې افغان حکومت بلکې افغان ولسونه هم د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه شک وکړي چې ايا رښتيا هم د سولې هڅې ادامه لري او که د پردې تر شاه پټه مرموزه او خطرناکه معامله روانه ده.
له ملګرو او دوستانو سره د امریکا له دوه مخيز سياست، دوکو، فريبونو او شيطاني دسيسو ډک تاريخ ته په کتو د قطر د مذاکراتو په تړاو د افغان ولس او نورو ذيدخله اړخونو اندېښنې د درک او فهم وړ وې.
که ومنو چې طالبان د پردې تر شا د عيني واقعيتونو او ځمکنيو حقائقو د درک او احساس له امله پوهيږي چې جګړه د بريا لاره نه ده، خو ظاهراً په جګړه، اسلامي امارت او د واک په انحصار باندي په مستقيمه او ضمني توګه ددې لپاره ټينګار کوي چې هسې نه سولې ته له رسيدلو وړاندې دهغوى د جنګياليو جنګي روحيه کمزوري شي او ياهم د هغوى په ليکو کې د ژورو اختلافاتو لامل و ګرزي. په هرحال که د امارت او واک ترلاسه کولو خبره جدي وي، نو يقيناً ويلاى شو چې طالبان لاهم د فيل په غوږونو کې اوسيږي خو که د ممکنه کورنيو شخړو د مخنیوي په موخه وي، نو حتمي ده چې خپل جنګيالي او د جګړو د ليکو قومندانان يې په نفسياتي او ذهني برخه کې لاپخوا له تربيې او روزنې لاندې نيولي واى.
د طالبانو دا دريز چې له حکومت سره د سولې په تړاو مذاکراتو ميز ته له راتلو څخه ډډه کوي او له حکومتي ځواکونو سره جګړو ته لپک وهي، طالبان پخپله د يوې نه ختمېدونکي جګړې پر لاره ورسيخوي چې نه به يې ګټلاي شي او نه يې هم د بايللو تاب لري.
هغوى زمونږ د ټولنيز جوړښت نه بيليدونکئ اړخ ده اومونږ له هغوى پرته نيمګړئ ټولنيز جوړښت لرو. د اوس لپاره په حکومت او طالبانو کې داسې پياوړي ډلې او اشخاص شتون لري چې له مخالف لوري سره پخلاينې ته ذهناً چمتو نه دي.
له دې سره سره چې حکومت د سولې په نوم د سولې عالي شورا لري، د سولې په نوم ځانګړې وزارت لري، د سولې مذاکراتي پلاوئ لري، د سولې مشورتي بورد لري، د سولې په نوم جرګې او غونډې جوړوي، خو له دغه حقیقت څخه هم انکار ناشونئ ده چې د سولې لپاره اراده، عزم، هوډ، همغږي، د سولې د لارې نقشه او ذهني تيارى نه لري. حکومتي اړخ سوله د ادغام مجدد په مفهوم اخلي او لکه د حکمتيار غوندې د امتیازاتو په بدل کې د طالبانو راتلل سوله ګڼي. مونږ يقيناً نه خوښوو چې تاریخ د شا لوري ته څرخک ووهي او نه غواړو چې هرڅه له سره پيل کړو، خو زمونږ د ستونځو کورني او بهرني اړخ ته په کتو، که ناشونې نه ده، نو خورا ستونځمنه به وي چې طالبان او نړئ په موجوده حکومت باندې د سولې په هوکړه لیک کې د منل شويو مادو د عملي کولو باور وکړي.
په هر صورت مونږ افغانان د موقت حکومت په ګډون هيڅ د بحث وړ موضوع ته سرې کرښې نه راکاږو، ځکه چې سولې ته زمونږ اړتیا حياتي ده او د دغې حياتي اړتيا د پوره کولو لپاره دواړه خواوې قسماً تنزل او انعطاف ته اړ دي.
دواړه خواو ته لازم دي چې د هيواد او هيوادوالو د ستونځو حل ته د احساساتو پربنسټ تخيلي انځور جوړ نه کړي، بلکې موجوده ناورين ته د واقعيتونو په تناظر کې وګوري. جګړه د حل لاره نه ده. د يوه سوچه اسلامي نظام په چوکاټ کې واک ته د رسيدلو لاره بايد د ولس له ارادو سره تړلې وي. له حقائقو سره احساساتي چلن له مونږ څخه د سولې ادرسونه او د ستونځو ستر لاملونه ورک کړي دي. واک ترلاسه کول او يا هم په واک کې پاتې کيدل زمونږ د کورنيو جګړو ستر لامل ده. له بهرنیو اړخونو سره هوکړه لیک لاسلیک کول زمونږ جګړه نشي ختمولای. تر هغو سوله نشي راتلاى ترڅو چې حکومت د سياسي اجماع پربنسټ له طالبانو او طالبان له حکومت سره د سولې هوکړې ته نه وي رسيدلي.
په دې وروستیو کې داسې اشارې شتون لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به مذاکرات بيا پيل شي، خو د مذاکراتو پروسه باید په څرګنده اجندا راوڅرخيږي. د افغانستان ولس باید له پرمختګونو څخه په کره توګه خبر وي او تر ټولو مهمه خبره داده چې، که د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک ولس ته اقلاً د اوربند پيغام هم ونلري، مونږ ورته د سولې تړون قطعاً نشو ويلاى.
زه بشپړ باور لرم چې د هیواد ستونځه اوس هغه پړاو ته رسېدلې ده چې پای ته رسيدل يې له يوه سوله ييز حل څخه پرته د بل څه وړاندوينه نه شي کيدای. يوازې يو پراخ ولسي هوډ، مضبوطه اراده او پياوړئ عزم کولاى شي د هېواد دغه ماته او ګوډه بيړئ په اوسني څپانده سمندر کې په دغه توره تياره شپه د نجات ساحل ته ورسوي.
راځئ تيرې سهوې غلطيانې وياړونه او ناورينونه د تاريخ د ثبت پاڼو ته وسپارو!
راځئ تير هير کړو. د ولس او هېواد ښيرازي نيکمرغي او روڼ سبا لپاره په ګډه ملا وتړو.

.