کور / ترخې خبري / ماشومه خپلې مور ته د خپل پلار د مرګ کیسه!

ماشومه خپلې مور ته د خپل پلار د مرګ کیسه!

ليکنه:سردارمحمد همدرد

مورې زما پلار یې ولی وواژه؟

مور: زه نه پوهیږم چې ولی وواژې

لور: د هغوی مخان پټ وه

لور:  موری د هغوی سره غټ توپک وو زه یې هم وژلم ما ورته چیغی کړی بیا یې باباجان یې ووژل زه یې پریښودلم

موری زه یوازی وم ته نه وی دوی ولی زما باباجان وواژۍ

موری باباجان بیا به مونږ کورته رانشی؟

که زه غټه شوم چا چې زما باباجان وژلی هغه وهم

موری حکومت او طالبان چیری وه چې زما باباجان یې ووژل

مور: لوری دا وطن اوس مالک نه لری هغه بل ورځ یې په ننګرهار کې د بسته کلي خلګ یې په مسجد کې ووژل اوس د سولې خبری پیل سوی دي، لوري خدا به په دې وطن رحم وکړي که سوله راغله بیا به ستا د پلار د مرګ پوښتنه به هم وسی

لور: سوله ولی نه راځی؟ چې زه خپل باباجان ووینم .

هیوادوالو زمونږ هر پیښه کربلا ده زمونږ په وطن کې چې څه روان دي دا د هیڅ مذهب نماینده ګي نه کوي او نه هم د نړیوالو بشری قوانینو سره.

 راځئ چې په اخلاص او ښه نیت د خدای تعالی په مرسته خپل دغه مظلوم تقدیر بدل کړو نور باید ټول اړخونه خپل ظلم او اشتباهات ومني فقط د څلویښت کالو لپاره دی وطن ته ډبری ونه غورځویياو د سولې اواز په ټولو جګ کړو.

پای