کور / خبرتیا او پيغامونه / د اريانا افغانستان تلويزيون د څېري او خاطرې د پروګرام خبرتيا

د اريانا افغانستان تلويزيون د څېري او خاطرې د پروګرام خبرتيا

)واخان(د اريانا افغانستان تلويزيون، چي د امريکا د متحده ايالاتو د کلفورنيا له رياست څخه د مسکين يار په مشرۍ د افغانستان د مظلوم ولس لپاره خپروني کوي او ملي وياړونه نمانځي د همدي ملي وياړونو د نمانځني په ترڅ کي غواړي، چي دا ځل د(څېري اوخاطري ) د پروگرام له لاري د اگست د مياشتي په ٢٤ نيټه د ارواښاد،استاد،لوى مفکر مولانا قيام الدين خادم ٢٩ تلين په ژوندۍ بڼه ونمانځي د دغه پروگرام ميلمانه به د افغانستان وتلي،علمي،سياسي،ادبي او کلتوري څېري وي کوربه به يي زرغون شاه شينوارى وي.


 د پروگرام په ترڅ کي به دغه وتلي څيري د نړۍ له بېله بېلو برخو څخه د تليفون په ليکه د ارواښاد قيام الدين خادم د سياسي،ادبي،کلتوري،ديني او د ژوند په بېله بېلو اړخونو رڼا اچوي .


پروگرام به د امريکا په وخت سهار لس بجې، د کاناډا په وخت سهاريولس بجې، د اروپا په وخت مازيگر پنځه بجې، او د افغانستان په وخت ماښام اووه نيمي بجي په ژوندۍ بڼه خپريږي.


د يادوني وړ ده، چي د ارواښاد مولانا قيام الدين خادم د ٢٩تلين په وياړ ،  اگست په دوه ويشتمه نيټه د لري پښتونخوا په پېښور کي د افغان ادبي ټولني او خښي کلتوري ټولني له خوا، د اگست په ديرشمه نيټه ،په ناروى کي د (افغان ادبي ناسته) له خوا د يوي يوي ستري غونډي په ترڅ کښي نمانځل کيږي او د افغانستان د ننگرهار ولايت په کامه کي به د ارواښاد خادم پر قبرمشاعره او د گلونو گيډى  کېښودل کيږي.