کور / تازه خبرونه / مشرف: د سياسي اړودوړ مسئوليت د نواز شريف په غاړه دئ

مشرف: د سياسي اړودوړ مسئوليت د نواز شريف په غاړه دئ


د پاكستان جمهور رئيس جنرال پروېز مشرف وايي په هيواد كي يې د سياسي اړودوړ ټول مسئوليت د نواز شريف په غاړه دئ او دى غواړي چي د خپلو شصخي ګټو دپاره د پاكستان استحكام له ماتي سره مخ كړي.
مشرف دغه څرګندوني وروسته له هغه وكړې، چي د مسلم ليګ قاف ګوند له مشرانو چوهدري پروېز الهي او چوهدري شجاعت حسين سره چي د نوموړي كلك پلويان دي تر يوې ليدني وروسته وكړې.
ويل كېږي چي چوهدري وروڼو جنرال مشرف ته ډاډ وركړى چي په پارلمان كي به يې ترڅنګ ولاړ وي او مخالفين به يې پرېنږدي چي د نوموړي پر ضد د عدم اعتماد رايه وكاروي.
جنرال مشرف د برتانيې د فاننشل ټايمز ورځپاڼي د نن ورځي هغه خبر هم رد كړ، چي ويل يې نوموړى به ډېر ژر له جمهوري رياست څخه استعفا وركړي.
ښاغلى مشرف زياتوي چي كه پارلمان پر ده باندي تورونه هم ولګوي او د ده د محاكمې غوښتنه وكړي، هم به دى مقاومت او له ځانه دفاع كوي، خو استعفا به ورنكړي.
مشرف وويل پارلمان يې د پنځو كالو دپاره جوړ كړى دئ، او هيله لري چي وكيلان په قانوني توګه خپل كار ته دوام وركړي.
بلي خواته نواز شريف د مشرف څرګندوني په كلكه ردوي چي وايي په هيواد كي ګډوډۍ جوړوي.
نوازشريف وويل د مشرف واكمني په هغه ورځ لا پاى ته رسېدلې وه، چي پاكستان پارلماني انتخابات ترسره كړه، خو اوس يې فقط قانوني مراحل له پارلمان څخه تېرېږي.