کور / تازه خبرونه / كندهار ته نوى والي وټاكل شو

كندهار ته نوى والي وټاكل شو

 
د كورنيو چارو په وزارت كې يوه لوړ پوړي مامور د نوم نه ښودلو په شرط لر او بر ويبپاڼې ته د كندهار دپاره د نوي والي د ټاكل كېدو پخلى وكړ، چې په وينا يې ډېر ژر به رسماً اعلان شي.
د كندهار د والي اسدالله خالد بدلون له ډېره وخته د كندهار د اوسېدونكو ارمان و، خو د ځينو ناڅرګندو لاملونو له كبله به بيرته پر خپله دنده پاتې شو.
كه څه هم د كندهار ښاريانو په څو ځله ولسمشر كرزي ته د نوموړي د بې كفايتۍ او فساد په اړه ځينې شكايتونه كړي ول، خو د ډېرو په ګومان دا چې نوموړى د ولسمشر كورنۍ ته نيژدې و او له امريكايانو سره يې ځانګړي اړيكې درلودلې په ليري كېدو يې د چا خو څه، آن د ولسمشر كرزي هم وس نه رسېده.
د افغان دولت له خوا د ښاغلي خالد د ليري كېدو علت تر اوسه نه دى په ډاګه شوى، خو د ډېرو په ګومان ښايي لامل يې په دې وروستيو كې پر هغه په ملي او نړيواله كچه د فساد او بې كفايتۍ پراخې نيوكې وي.
د كورنيو چارو وزارت د مامور په وينا د جنرال رحمت الله رؤفي په نوم به يو نظامي افسر چې يو كال مخكي لا د كندهار د اتل قول اردو قومندان و، ډېر ژر د كندهار د نوي والي په توګه كار پيل كړي.
داسې ګنګوسې هم خپرې شوي چې جنرال رؤفي به د موقت وخت لپاره د كندهار د سرپرست والي په توګه تر هغه وخته كار وكړي چې پر ځاى يې كوم بل كس ټاكل كېږي.
د يادوني وړ ده چې د كندهار والي اسدالله خالد څو مياشتي مخكې د كاناډا د بهرنيو چارو د وزير ماكسيم برنير له خوا هم په سيمه كې د فساد اصلي لامل وبلل شو.
د كندهار اوسېدونكي وايې اسدالله خالد د افغانستان په تاريخ كې د كندهار تر ټولو بدنامه او ناكامه والي وو، چې د كندهاريانو دپاره يې نه يوازي د يادوني وړ كوم خدمت نه دى كړى، بلكې په يوه او بل نوم يې نور هم وټكول او كندهار ته د ده په راتګ د كندهار امنيت ګډوډ شو، ځانمرګي بريدونه اوج ته ورسېدل، د كندهار په ولسواليو كې طالب وسله وال پياوړي شول، آن د نوموړي د بې كفايته ادراې له لاسه دوې مياشتي مخكي د كندهار ښار هم د طالبانو له ګواښ سره مخ شو.
 له دې ټولو سره سره په ښار كې د وسله والو غلاوو او ترورونو ګراف هم لوړ شو او د پخواني والي ګل آغا شيرزي له خوا چې د بيا رغوني ځيني پروژې پيل شوي وې هم پر نيمي حال پاتې شوې.