کور / روغتيا / ‎د فوټبال مشهور لوبغاړي او ارجنټاین پخواني کپتان مارا‌‌‌‌‌‌ډونا یوه خاطره!!!

‎د فوټبال مشهور لوبغاړي او ارجنټاین پخواني کپتان مارا‌‌‌‌‌‌ډونا یوه خاطره!!!

 

‎کله چې مارا‌‌‌‌‌‌ډونا وغوښتل چې نیشیي توکو استعمال پرېږدي نو په همدې خاطر د مخدره موادو د مخنیوي یو روغتون کې یې ځان بستر کړ او کله چې روغ شو نو خپلو ملګرو ته یې د روغتون د رواني تکلیف د ناروغانو عجیبه قیصې کولې، مار‌‌‌‌‌‌ا‌‌‌‌‌‌ډونا وېل چې روغتون کې یو ناروغ وویل چې زه چګوارا ېم نو ټولو به ومنله، بل به وویل چې زه ګاندي یم، چا به څوک او چا به څوک یادول خو کله چې زما نمبر راغی او ما ورته ووېل چې زه مارا‌‌‌‌‌‌ډونا ېم نو ټولو وخاندل او وېوېل چې هیڅوک مارا‌‌‌‌‌‌ډونا نشي کېدلی!!!
‎نو زه ‌‌‌‌‌‌ډېر خجالت او شرمنده شوم چې دا هر څه ما پخپله پر ځان راوستلي دي، او پر ځان پوه شوم چې پدې دنېا کې د انسان غرور انسان له ګړنګه غورځولی شي.
‎د خپل ځان خیال وساتئ
‎ژوند ښکلی دی!!!
‎ژباړه: عبدالقهار همت