کور / راپور / په نيمروز کي د کتاب راټولولو کمپاین

په نيمروز کي د کتاب راټولولو کمپاین

 

د نیمروز د اطلاعات او فرهنګ ریاست، مدني ټولو او مدني فعالانو په ګډون د نیمروز-زرنج ښار په زړه کي خېمه ووهل او د کتاب راټولولو کمپاین یې پیل کړ، چي په دې کتابونو سره به عامه کتابخانه په کتابونو غني سي. د کتاب راټولولو خېمه به د درو ورځو لپاره ولاړه وي. د نیمروز د اطلاعات او فرهنګ رئیس عبدالغني حسن د نیمروز د ټولو اوسېدونکو څخه وغوښتل چی د کتابتونونو سره د کتاب مرسته د ټولني سره د پرمختګ او نوي نسل سره د روزني مرسته ده.

هغه وویل چي زه د نیمروز پر ملي او بااحساسه تجارانو ږغ کوم، چي د کتاب او د مطالعې په فرهنګ رامنځته کولو کي زموږ او ستاسو رول مؤثر او خورا مهم دی. راځئ چي خپلي کتابخانې په کتابونو ډکي کړو او ځوانان په مطالعه روږد کړو. د مدني ټولو استازو د کتاب راټولولو او مطالعې عامولو کمپاین خورا اغېزناک وباله او هېله یې وښودله چي دا بدلونونه به ځوانان مثبت لوري ته وهڅوي. د نیمروز اطلاعات او فرهنګ ریاست په ډېر لنډ وخت کي د اغېزمنو پروګرامونو شاهد دی.