کور / راپور / عمران خان ته د استعفا ورکولو ضرب الاجل پای ته ورسېدی، مولانا بېړنۍ غونډه رابللې ده

عمران خان ته د استعفا ورکولو ضرب الاجل پای ته ورسېدی، مولانا بېړنۍ غونډه رابللې ده

 

په اسلام اباد کي نن د دريمي ورځي لپاره هم ستر لاريونونه روان دي او له لومړي وزير عمران خان څخه د استعفا غوښتنه کوي.

د جمعې په  ورځ وړاندي د (ازادۍ مارچ ) مشر مولانا فضل الرحمن لومړي وزير عمران خان ته دوې ورځي وخت ورکړ، چي بايد استعفا ورکړي، خو عمران خان په واضحه توګه ويلي چي استعفا به ورنه کړي.

نن مولانا فضل الرحمن د خپل ملاتړ ګوندونو مشرانو ځانګړې غونډه رابللې ده او پر دې خبري کوي چي د عمران خان د استعفا نه ورکولو په صورت کي به دوی څه کوي.

پاکستان  دا مهال د سختو سياسي کشمشونو سره مخ دی او سياسي بې ثباتي په کور دننه او بهر کي حکومت د ننګونو سره مخ کړی دی.

.