کور / راپور / رياست ولي د اسلام اباد په (ازادۍ مارچ) کي د طالبانو بيرغ ليري کړ

رياست ولي د اسلام اباد په (ازادۍ مارچ) کي د طالبانو بيرغ ليري کړ

 

په اسلام اباد کي د مولانافضل الرحمن په مشرۍ د حکومت ضد (ازادۍ مارچ) کي د طالبانو د بيرغ رپول ګڼي پوښتي راولاړي کړي دي.

د پاکستان حکومت تېره ورځ وويل چي په (ازادۍ مارچ) کي يې هغه کسان نيولي چي د افغان طالبانو بيرغ يې د ځان سره راوړی وو.

دغه پېښي ته په غبرګون کي ګڼو فعالانو ويلي، چي پاکستان څنګه دبيرغ په راوړلو سره خلګ نيسي، سره له دې چي په کوټه او پېښور کي افغان طالبان په ښکاره مشورتي فعاليتونه کوي او مشران ئې هلته مېشت دي.

ځيني فعالان وايي، چي يوې خواته د پاکستان په پوځي چوڼيو کي طالبانو ته نظامي زده کړي ورکول کېږي او بل خوا بيا د همدغه ډلي پر رپولو بنديز لګوي.

خو ځيني بيا دې موضوع ته د پښتون او پنجاب له نظره ګوري، ددوی په نظر پاکستان يواځي په پښتون ميشتو سيمو کي د سختدريځۍ او طالبيزم مفکوره خپرول غواړي او دا مفکوره بايد د پاکستان پنجاب ته خپره نه سي، ځکه پاکستان نه غواړي چي پنجاب ايالت دي هم د طالبيزم رنګ واخلي.

ددغه فعالانو له نظره په پښتون ميشتو سيمو کي د طالبانو روزنه او ملاتړ ددې لپاره دی چي له يوې خوا پښتانه ځوانان له زدکړو او پرمختګ څخه راوګرځوي او جګړه ايز فکر ورکړي او له بلي خوا په افغانستان کي د حکومت ضد پښتانه وپاروي.

بل خوا د (ازادۍ مارچ) مشر مولانا فضل الرحمن هم پر حکومت نيوکه کړې ده، چي له يوې خوا طالبانو ته ډپلوماټيک مصونيت ورکوي او له بلي خوا يې پر جنډه بنديز لګوي.

مولانا فضل الرحمن د طالبانو کلک ملاتړی دی او په افغانستان کي د جګړې پلوی دی.