کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: د موجوده حکومت تر نسکورېدو پوري به احتجاج کوو

مولانا فضل الرحمن: د موجوده حکومت تر نسکورېدو پوري به احتجاج کوو

 

د جميعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وايي، ترڅو چي عمران خان استعفا نه وي ورکړې تر هغو به ددوی لاريونونه جاري وي.

تېره شپه ناوخته مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کي (ازادۍ مارچ) ګډونوالو ته په وينا کي وويل، چي د اسلام اباد ناسته زموږ لومړۍ منصوبه ده.

نوموړي پاکستاني رياست ته ګواښ وکړ، چي زموږ سره نور انتخابونه هم سته، ستاسو جیلونه به ډک سي او د خلکو ځای به پکي نه وي.

مولانا وويل، د ازادۍ مارچ راتلونکې پرېکړه به نن د مخالف سياسي ګوندونو په ګډه ناسته کي کوي.

نوموړي ګواښ کړی چي که د لاريونو په خاموشه کولو کي پوځ کومه مداخله وکړه، نو دوی به هم په عکس العمل لاس پوري کړي.

د څو ورځو راهيسي په پلازمېنه اسلام اباد کي د حکومت مخالف سياسي ګوندونه راغونډ سوي او د ( ازادۍ مارچ) په نوم يې ستر لاريونونه پيل کړي دي.

مخالف سیاسي ګوندونه د تحريک انصاف په مشرۍ موجوده حکومت د پوځ له خوا ټاکل سوی حکومت بولي او له عمران خان څخه غوښتنه کوي چي ژرترژره استعفا ورکړي. خو عمران خان ويلي، چي هيڅکله به مخالف ګوندونو ته سر ټيټ نه کړي او استعفا به ورنه کړي.