کور / راپور / اسلام اباد کي زرګونه پوليس د تيارسي په حالت کي دي، ګڼ سړکونه بند سوي دي

اسلام اباد کي زرګونه پوليس د تيارسي په حالت کي دي، ګڼ سړکونه بند سوي دي

 

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي په زرګونو پوليس د تيارسي په حالت کي دي او د (ازادۍ مارچ) پر وړاندي يې تياری نيولی دی.

د پاکستان حکومت په اسلام اباد کي ريډ زون ( سرې سيمې) ته تلونکي ټولي لاري تړلي او احتجاج کونکي نه پرېږدي چي مخ ته ولاړ سي.

پاکستان کي دا مهال  د حکومت ضد د (ازادۍ مارچ) په نوم د مخالف ګوندونو احتجاجونه روان دي او د تحريک انصاف په مشرۍ د موجوده حکومت د ړنګولو غوښتنه کوي.

د جميعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وايي، ترڅو چي عمران خان استعفا نه وي ورکړې تر هغو به ددوی لاريونونه جاري وي.

تېره شپه ناوخته مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کي (ازادۍ مارچ) ګډونوالو ته په وينا کي وويل، چي د اسلام اباد ناسته زموږ لومړۍ منصوبه ده.

نوموړي پاکستاني رياست ته ګواښ وکړ، چي زموږ سره نور انتخابونه هم سته، ستاسو جیلونه به ډک سي او د خلکو ځای به پکي نه وي.

مولانا وويل، د ازادۍ مارچ راتلونکې پرېکړه به نن د مخالف سياسي ګوندونو په ګډه ناسته کي کوي.

نوموړي ګواښ کړی چي که د لاريونو په خاموشه کولو کي پوځ کومه مداخله وکړه، نو دوی به هم په عکس العمل لاس پوري کړي.