کور / راپور / بغلان کي ماين چاودني د ماشومانو په ګډون ۶ کسان شهيدان کړي دي

بغلان کي ماين چاودني د ماشومانو په ګډون ۶ کسان شهيدان کړي دي

د بغلان ولایت ډنډ شهاب الدین سیمه کې نن غرمه د ملکي وګړو په یو موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې او ګڼه مرګژوبله يې اړولې ده.

ویل کیږي په موټر کې د یوې کورنۍ ۱۴ غړي سپاره وه.

په پېښه کي څلور ماشومان او دوې مېرمني شهيداني سوي او اته تنه نور ژوبل دي.

ژوبل کسان نژدې روغتون ته رسول سوي دي.