کور / د ډيورنډ کرښه / شمالي وزيرستان: په دوو چاودنو کي پنځه پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

شمالي وزيرستان: په دوو چاودنو کي پنځه پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

 

د شمالي وزيرستان په دوو بېلابېلو علاقو کي د پاکستاني پوځ پر ګاډو بمي بريدونه سوي، چي پکي پنځه پوځيان هلاک سوي او دوه نور سخت ژوبل دي.

لومړۍ پېښه د شمالي وزيرستان په دوسلي ضلع کي هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله د پوځ ګاډۍ د ګزمې په حالت کي وو او د سړک غاړي ماين چاودنه ورباندي وسوه.

د راپورونو له مخي په دغه پېښه کي درې پوځيان هلاک سول او يو بل سخت ژوبل سو.

ورپسې بله پېښه د ميرعلي تحصيل په خيسور علاقه کي رامنځ ته سوه چي هم پکي د پوځ ګاډۍ په نښه سوی وو. د خيسور په پېښه کي دوه پوځيان له پښو وغورځېدل او يو بل مرګونی زخمي سو.

د دواړو پېښو پړه تر اوسه کومي وسلوالي ډلي پرغاړه نه ده اخيستې.