کور / راپور / افغان حکومت: د آی ايس آی لخوا د افغان سفير د ور بللو موضوع په جدي توګه څېړو

افغان حکومت: د آی ايس آی لخوا د افغان سفير د ور بللو موضوع په جدي توګه څېړو

افغان حکومت وايي، چي په پاکستان کي د آی ايس آی لخوا د افغان سفير پر وربللو اندېښمن دی او دا موضوع په جدي توګه څېړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ  وويل، چي په اسلام اباد کي افغان سفير عاطف مشعل د آی ايس آی لخوا ور بلل سوی وو او هلته دهغه سپکاوی سوی وو.

وزارت دا نه دي ويلي، چي څنګه د هغه سپکاوی سوی وو او د څه لپاره ور غوښتل سوی وو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هيواد وايي: په اسلام آباد کې د آی اېس آی لخوا افغان سفیر سره د ناوړه چلند له امله، کابل “خپل کلک اعتراض او اندیښنې” څرگندوي او د پاکستان دا کار، د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف ورزي گڼي”.

له دې وړاندي په کابل کي د پاکستان سفارت ويلي، چي د امنيتي ستونزو له امله يې خپلي کونسلګرۍ په افغانستان کي تړلي دي او افغانانو ته تر دوهم امر پوري وېزې نه سي ورکولای.