کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: پاکستان په سياسي ډګر کي خپل حيثيت له لاسه ورکړی دی

مولانا فضل الرحمن: پاکستان په سياسي ډګر کي خپل حيثيت له لاسه ورکړی دی

 

په پاکستان کي د اپوزيسون ګوندونو ګډ لاريونونه روان دي او د حکومت ضد ( ازادۍ مارچ ) کي  لا هم په زرګونو کسان په  اسلام اباد کي احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.

د (ازادۍ مارچ) مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، چي پاکستان دا مهال په نړيواله او سيمه ايزه کچه منزوي سوی او په سياسي ډګر کی يې خپل حيثيت له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په خبره، زموږ د لاريونونو موخه داده چي پاکستاني حکمرانان ليري کړو او خپلو خلګو ته انصاف ورکړو.

هغه وویل په ملک کي ناکراري ځکه ده چي نا اهله  کسان پر ولس تپل سوي دي او دلته خلک یواځي د خپل اییني حق لپاره راوتلي دي او هغه دا چي ناجایزه حکمرانان به ځي نو تر دې په کمه بل هېڅ نه منل کېږي.

هغه وايي: “نن ټول ولس راوتلی دی او له دې ولس سره ټکر وهل له ټول ملک سره د تصادم په معنا دی. نو لنډه دا چي ناجایز حکمرانان چې څومره زغرده ولاړ سي هومره ژر به ملک له ناکرارۍ راووځي”.

مولانا فضل الرحمن پر ناستو خلکو ږغ وکړئ، تاسو فیصله وکړی چې دلته به پرلت وهو که به ځو.

د ده په وینا، دا فیصله وسوه چي د عمران خان تر استعفا به هم دلته ناست وي.

بل خوا عمران خان ويلي، چي په هيڅ صورت به استعفا ورنه کړي او مولانا فضل الرحمن يې په دې تورن کړ، چي د هغه سره د بهرني قوت مرسته ملګرې ده.