کور / راپور / امريکا: ايران په خپله خاوره کي القاعده شبکې ته ځای ورکړی دی

امريکا: ايران په خپله خاوره کي القاعده شبکې ته ځای ورکړی دی

 

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه تازه اعلاميه کي ويلي، چي ايران د القاعدې شبکې يوه ډله په خپله خاوره کي ساتلې او له دې لاري سوريې او افغانستان ته جنګيالي لېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي ایران د القاعدې دغه ډلي ته مالي امکانات او وسلې برابروي او افغانستان ته يې د جګړې لپاره لېږي.

د اعلاميه په وينا، که څه هم د القاعده شبکې زور ختلی دی، خو بيا هم د هند په نيمه لويه وچه، ايران او افغانستان کي يې ځيني غړي فعاليت کوي.

امريکا پر ايران ږغ کړی چي د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او په سيمه کي دي بې ثباتۍ ته لمن نه وهي.