کور / راپور / بلاول بوټو: چي هرڅنګه وي عمران خان به استعفا ته مجبور کړو

بلاول بوټو: چي هرڅنګه وي عمران خان به استعفا ته مجبور کړو

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو وايي، چي لومړی وزير عمران خان به ارو مرو استعفا کولو ته مجبوروي او پرې به نه ږدي چي د هغه په مشرۍ حکومت دوام وکړي.

بلاول بوټو په يوه مرکه کي ويلي، چي دوی د (ازادۍ مارج) ملاتړ کوي او د اپوزيسون ګوندونو سره په ګډه په دې هڅه کي دی چي د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت له منځه يوسي او پرځای يې د خلګو په رايه ټاکل سوی حکومت رامنځ ته سي.

دا مهال په اسلام اباد کي د (ازادۍ مارچ) په نوم ستر لاريونونه روان دي او د اپوزيسون ګوندونو ګډ کنفرانس پرېکړه وکړه چي ترڅو عمران خان استعفا نه وي ورکړې، دوی به احتجاجونه پای ته ونه رسوي.

د پاکستان حکومت مخالف ګوندونه وايي، چي موجوده حکومت د پوځ په زور راغلی دی او د خلګو رايي ته هيڅ اهميت نه دی ورکړل سوی.

خو عمران خان چي د پوځ د کلک ملاتړ څخه برخمن دی وايي، چي په هيڅ صورت کي به استعفا ورنه کړي.