کور / راپور / د ترکيې امنيتي چارواکو د ابوبکر البغدادي خور نيولې ده

د ترکيې امنيتي چارواکو د ابوبکر البغدادي خور نيولې ده

 

د ترکيې امنيتي چارواکي وايي چي ددغه هيوا په سهيل ختيځ کي يې د داعش ډلي د وژل سوي مشر ابوبکر البغدادي خور نيولې ده.

د چارواکو په خبره، د البغدادي خور، د هغې نږور او پنځه بچيان يې د سوریې پولي ته نژدې په اعزازيه ښارګوټي کي نيولي دي.

ترکي چارواکي وايي، چي تمه لري د البغدادي له خور څخه به د داعش ډلي په هکله ډېر مالومات ترلاسه کړي.

البغدادي تېره اونۍ د سوريې په ادلب ښار کي د امريکايي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کي ووژل سو.